۱۲. د ټولنیزو مصلحتونو پر خلاف خبرې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۲.                د ټولنیزو مصلحتونو پر خلاف خبرې

الله تعالی سره د اسلامي ټولنو ژمنه دا ده چې اسلامي ټولنیز جوړښتونه د لاندې اهدافو لپاره باید رامنځته شي، څومره چې لاندې آیت تطبیقولای شي هومره یې ګوند اسلامي دی او که يې نشي کولای د اسلام د مخلصو داعیانو له لوري هومره اسلامي دعوت ته اړ دي چې بل څوک راشي او دوی د اسلام په روحیه وروزي.

«وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ الله جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ الله عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ الله لَكُمْ اٰيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (١٠٣) وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (١٠٤) وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (١٠٥)».[1]

(ټول يو شئ د الله تعالی رسۍ ټینګه ونيسئ او سره خورېږئ مه، د الله تعالی هغه در باندې کړې پيرزوينه درياده كړئ چې سره دښمنان وئ، هغه (جل جلاله) مو په زړونو كې مينه واچوله او د هغه په مهربانۍ سره ورونه ورونه شوئ، ديوې اورینې كندې پر غاړه ولاړ وئ، الله تعالی ترې وژغورلئ. په دغه شان الله تعالی خپلې نښانې درته څرګنده وي، پكار ده چې په دغو نښانو تاسې ته د خپلې ژغورنې سمه لار په نظر درشي. په تاسې كې بايد څه خلک هرومرو داسې وي چې د نېكۍ لورې ته بلنه، په ښو امر او له بد و منع وكړي، كوم خلک چې دا كار وكړي، همغوى به بريالي شي. پام كوئ د هغو خلكو غوندې نشئ چې ډلې ډلې شول او له روښانه څرګندو لارښوونو نه وروسته بېرته په شخړو اخته شول، چا چې دا چلن غوره كړی دى هغوى به سخته سزا ومومي).



[1]. النساء: 103-105.


No comments:

Post a Comment