لیکوال:محمدناصر حلیمي
اداري رنځوران
اداري رنځوران خپل غړي او کارمندان په اداري رنځونو رنځور رئیسان او مدیران
اداري غړي او کارمندان په اداري
رنځونو رنځوروي یعنې دوی رشوتخواره، غافل
او لوبالي کوي. په اداره کې استبداد، د ژمنو ماتول، نا اهلو
او ککړو ته کار ورسپارل، له واکه ناوړه او شخصي ګټه رواني رنځونه دي.
په لږو
امکاناتو له مزدور نه ډېره ګټه او د مزدور له مجبوریته بده استفاده د اداري
رنځورانو کار دی، په دې اړه لاندې روایت او اسلامي اداري سیستم ته ځیر شئ:[1]
سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه عمر بن الخطاب رضي الله عنه
کره ورغی. ګوري چې اوړه اغږي، هغه ورته وویل: دا څه دي؟ ای د مسلمانانو امیره!
خادم دې چېرته دی؟ ده وویل: بازار ته مو سودا ته واستاوه. دا ښه نه ګڼم چې يو وخت کې دوه
کارونه ور حواله کړم.
[1]. عمر عبد الكافى شحاتة ،
شرح كتاب الفوائد ، ج 7 ، ص 3. عربي متن یې: « سيدنا عمر بن الخطاب رضي الله عنه دخل عليه سعد بن أبي وقاص
ولقيه يعجن العجين ، فقال: ما هذا يا أمير المؤمنين وأين الخادم!؟ قال: أرسلناه
ليشتري شيئاً من السوق ، فكرهنا أن نحمله شيئين في وقت واحد».
No comments:
Post a Comment