لیکوال:محمدناصرحلیمي
۶. ايمان پنځوونکی علم
علم باید په انسان کې ايماني ځانګړتياوې پياوړې او عملي کړی، همداسې ايمان بايد علمي وړتياوې پياوړي کړي.
«يَرْفَعِ
الله الَّذِينَ اٰمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ
وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ».[1]
(له تاسې نه چې كوم كسان د ايمان خاوندان دي او كومو كسانو
ته چې علم وركړ شوی، الله تعالی به ورته لوړې درجې ور كړي او تاسې چې څه كوئ الله
تعالی پرې ښه خبردى).
ګورو چې د
ايمان درجه لوړه ده ؛ خو په علم سره لا لوړېږي، د علم درجه لوړه ده ايمان سره لا
لوړېږي، دا يو حقيقت دى، نړۍ چې بد عمله عالمانو له لارې څومره ړنګه شوې په جهل نه
ده شوې.
د نا مقدس علم زیان تر نا مقدس جهل ډېر دی. نا مقدس عالم
ټولنه هومره ړنګوي ناپاک جاهل يې نشي ړنګولای.

No comments:
Post a Comment