لیکوال:محمدناصر حلیمي
د الله تعالی تر دین نورو شیانو ته زيات ارزښت ورکول
څومره چې وګړي پر دين پوه او وروزل شي، هومره بشريت
سوکاله ژوند او پر مختللي عادلانه نظامونه ټينګولاى او جوړولاى شي، که مې څوک
وپوښتي ؛ د وګړو د رواني ثبات، عقلي پرمختيا، روحي ارامتيا، جسمي پياوړتيا، ټولنيز
انسجام، اقتصادي ودې لار کومه ده؟
زه ورته وايم: له ګوندي او مذهبي تعصباتو به آخوا د
الهي او بشري حقونو د ادا پر محور د بشري پرګنو د وړتياوو د پنځولو او پياوړي کولو
په موخه او د طبيعي سرچينو د تسخير او د ټولنيز عدالت د تامين لپاره د اسلام پر
دين د علمي نصاب سپېڅلو رسنيو، ژمن محراب او عالم ممبر له لارې د خلکو روزل او
ارزول، د مفسدينو ځپل او غندل د سپېڅلو پالل او نازول..
«قُلْ إِنْ
كَانَ ا ٰبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ
وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا
وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ
مِنَ الله وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ
الله بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ».[1]
(اى پېغمبره! ووايه چې كه ستاسې پلرونه، زامن،
وروڼه، مېرمنې، خپل خپلوان، هغه مالونه چې تاسې ګټلي دي، هغه تجارت چې د هغه په
ورانېدو اندېښمن كېږئ او ستاسې د خوښې كورونه تاسې ته له الله تعالی او د هغه له
پېغمبر صلي الله عليه و سلم او د هغه په لار كې له جهاد نه ګران وي، نو انتظار
وباسئ چې الله تعالی خپله فېصله ستاسې مخې ته راولي او الله تعالی فاسقان پر سمه
لار نه بيايي).

No comments:
Post a Comment