کيسه ليکونکو ته حیرانوونکی


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

کيسه ليکونکو ته حیرانوونکی

هدفمن او رسالتمن کيسه لیکونکي چې د قرآن کریم د کیسو بڼه ګوري، چې هر انسان د خپل ذوق، مسلک او وړتيا هومره ترې خوند او پند اخلي، قرآني کیسي د ژوند لپاره هدايت او رڼا ده. د لوړ پوړو، ټیټ پوړو، چارواکو، بېواکو، خواصو، عوامو، ماشومانو، ځوانانو، مشرانو، نارینه وو، ښځینو د کامیاب او ناکام ژوند تصویرونه دي، له حیرانتیا پرته بله لار نه لري.

د نړۍ ډېر نړېوال ادیبان پخوا او اوس هم له همدې لارې مسلمانان شوي دي. د قرآني کیسو د هرې کلمې استعمال د یوه هدفمن ژوند عنوان دی.

بلاشير[1] په دې اړه وايي:"قرآن تر ټولو منل شویو او ستایل شویو ادبياتو ستره او ګټوره ډالۍ ده"[2].

بوازار وايي: " تر ننه پورې ستره عربي ادبي بېلګه چې تقلید يې ناشونى دی، قرآن کریم دی". [3]



[1]. بلاشيرR. L. Blachere ، په پاریس کې زېږېدلی دی ، عربي ادبیات یې په (١٩٢٢)م کې ، په الجزایر کې ولوستل ، په (١٩٣٦)کې يې دکتورا واخیسته ، د المعرفة د مجلې مدیر وو ، لیکنې یې هم کړي دي: (دعربي ادب تاریخ)په پاريس کې په (١٩٥٢)په دریو ټوکونوکې د قرآن کریم ژباړه يې په (١٩٤٧-١٩٥٢)يې کړې ده.

[2]. خلیل عمادالدین ، قالوا عن القرآن ، ص 7.

[3] پورتنۍ مرجع.


No comments:

Post a Comment