لیکوال:محمدناصرحلیمي
حقوقپوهانو ته حیرانوونکی
هغه خلک
چې د جرمونو، جنایاتو، جنحو او قباحتونو، د مخنیوي او د مجرمانو، جنایتکارو او بد
چارو لپاره د مخنيوي او علاج په غوره ذريعې پسې ګرځي،
د حقوقو او قانون متخصص چې په همدې موخه کله قرآني حقوقي نصوص ګوري، ورته حيرانېږي
او د تعجب په سترګه ورته ګوري او بې له منلو يې بله لار نه لري.
(وَإِذَا
سَمِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ
الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ يَقُولُونَ رَبَّنَا آَمَنَّا
فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ (83».[1]
(كله چې
هغوى پر پېغمبر نازل شوی کلام واوري ؛ نو ته به وګورې چې د حق پېژندنې له امله د
هغوى په سترګو كې اوښكې ډنډېږي. هغوى وايي: چې پروردګاره! موږ ايمان راووړ، زموږ
نوم په ګواهانو کې كې وليكه).
الله
تعالی کبرجن او حق تروړه خلک د ایمان له نعمته بې برخې کوي:«سَأَصْرِفُ عَنْ
آَيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِنْ
يَرَوْا كُلَّ آَيَةٍ لَا يُؤْمِنُوا بِهَا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الرُّشْدِ لَا
يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الْغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا
ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِآَيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ (146)».[2]
(زه به له
خپلو آیتونو د هغو خلكو زړونه او عقلونه واړوم چې ناحقه پر ځمكه كبر كوي، هغوى كه د ایمان څومره ډېرې نښې وګوري ايمان
رانه وړي. كه سمه لار وویني او وپېژني ؛ نو په هغه لار نه ځي، ځكه چې هغوى زموږ
لارښوونې دروغ ګڼي او ترې بې پروا دي).
برواز
وايي:"قرآن کامل، همېشنی، له بشري حقایقو سره سم او په هره زمانه کې د
ټولنیزو نیمګړتیا وو له منځه وړونکى کتاب دی»[3].
د فینا
پوهنتون د حقوقو پوهنځې رئیس علامه شبول په ۱۹۲۷م کال کې د حقوقو په سیمینار کې
وویل: (بشريت پر محمدﷺغوندې شخصیت ویاړي سره له دې چې اُمِّي وو، څو پېړۍ وړاندې
یې داسې قانون راوړ ؛ که موږ اروپایان دوه زره کاله وروسته ور ورسېږو، بختور به یو). [4]
فیلسوفان
د بشريت د ژغورنې لپاره شپه او ورځ اندېښمن دي، په دې اړه له دې اندېښمنو نه
برتانوي فیلسوف برناردشاو وایي: «د محمد ﷺ
دین د ډېرې ستاينې او مننې وړ دی، ځکه چې حیرانوونکی او ژوند بښاند دی او دا
یواځینی دین دی، چې د ژوند د ټولو اړخونو لپاره لارښوونې لري او زه دا لازمه بولم
چې محمد ﷺ د انسانیت ناجي وبلل شي اوکه د ده په څېر یو شخصیت د نوې نړۍ د مشرتابه
واګې په لاس کې ونیسي ؛ نو د ستونزو پر حل به برلاسی شي[5]».
ريسلر
وايي: «په قرآن کریم کې د ټولو ستونزو حل شته."قرآن کریم د دیني او اخلاقي
قوانینو د تطبیق له لارې نظام او داسې ټولنیز وحدت رامنځته کوي، چې ظلم، ناهیلي، اوهام
او خرافات له منځه وړي".
"د کمزورو لاسنیوی، نېکچارۍ، همکارۍ او لوریېنې ته مو هڅوي."د
ورځنیو مسؤولیتونو د ادا لپاره يې د متقابلې
همکارۍ اصول، تړونونه او د میراث لپاره ثابت اصول وضع کړي دي."په کورني نظام
کې د ماشومانو، مریانو او څارویو دروغتیا او پرمختیا لپاره ټاکلي لارښوونې
لري".
نن د پرمختللو لابراتوارونو په چلوونکو کې چې
ساينسي څېړنې د قرآن کریم آيتونه اثباتوي او د تعجب په سترګه ورته ګوري، ډېرى يې
مسلمانېږي.
ستشيجفسكا وايي:«امي پېغمبر بېسواده امت ته داسې قرآني تعلميات
راوړي چې قوانین يې له پرمختللو پوهنتونونو پرته په بل ځای کې نه لوستل کېږي او
داسې علمي حقایق لري، چې څو پېړۍ وروسته بشريت پرې پوه شو». [6]
ستيفنز وايي:«له اسلام نه مخکې مې چې د بیزو غوندې له یوې
څانګې څخه بلې ته ټوپ واهه، خو اسلام راته رښتینی شخصیت را وباښه، قرآن کریم زما د
ضمیر ترجماني کوي». [7]
سلهب وايي:"که د بلاغت هرې کچې ته ورسېږو،
بیا هم اسلام زموږ قلم ته اړتیا نه لري زموږ قلمونه اسلام ته ځکه ډېره اړتیا لري، چې
اسلام ستره روحي او اخلاقي پانګه لري»[8].
[1]. المائدة: 83.
[2]. الأعراف: 146.
[3]. خلیل عمادالدین ، قالوا
عن القرآن ، ص 7.
[4]. فقهی ماخذونه ()
[5]. خلیل عمادالدین ، قالوا
عن القرآن ، ص 19.
[6]. خلیل عمادالدین ، قالوا
عن القرآن ، ص 21. (یوجينا غيانة ستشيجفسكا Bozena-Gajane stryzewska) مسلمانه شوې څېړندویه
ده ، اسلام یې په ازهر کې ولوست.
[7]. (كات ستيفنز C. Stephens) برتانوي سندرغاړی ، په کال1976 کې
مسلمان شو ، خپل ډېر وخت پر عبادت تېروي او تکړه اسلامي داعي دی.
[8]. خلیل عمادالدین ، قالوا
عن القرآن ، ص 24.

No comments:
Post a Comment