لیکوال:محمدناصرحلیمي
۱۰. حق ته تسلیمیدونکې پوهه
علم باید
په انسان کې حقیقت او حق ته غاړه ايښودل ور زده کړي:
«قُلْ
اٰمِنُوا بِهِ أَوْ لَا تُؤْمِنُوا إِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مِنْ
قَبْلِهِ إِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ يَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ سُجَّدًا».[1]
(اى
محمده! دی خلكو ته ووايه، ومنئ، كه ونه منئ، كومو كسانو ته چې له دې نه مخكې علم
وركړ شوی دی، هغو ته چې كله دا اورول كېږي ؛ نو پړ مخې په سجده لوېږي).
د فلسفې
استاده هونی (عایشه)، چې کله مسلمانه شوه ؛ نو ویې ویل:"د قرآن کریم لوړې او
درنې اغېزې په ژبه نشم ستایلای. د قرآن
کریم درېیم سورت مې لا نه و لوستی چې ناڅاپه په سجده پرېوتم چې دا مې په اسلام کې
لومړنی لمونځ و."
د اسلام د
خپرېدا او ځواکمنتيا اساس علم دی څومره چې علم خپرېږي د اسلام حقانیت جوتېږي او
غځېږي، څومره چې جهل او ناپوهي وده کوي هومره اسلام د ناپوه مسلمان او جاهلې ټولنې
له لاسه ماتېږي او ټپي کېږي ؛ خو که علم عام شي، بیا نامسلمان هم د اسلام لپاره
کارول کېږۍ، که علم نه وي، مسلمان په نا شعوري توګه د کفر او کافر خدمت کوي چې په
تاریخ کې بې شمېره مثالونه لرو.
جاهل
مسلمانان د اسلام خواږه او خطرناک دښمنان دي ؛ خو په علمي ټولنه کې د نامسلمانو
معقولې طرحې او علمي شننې د اسلام حقانیت زباتوي او تطبیق ته یې مخه هواروي.

No comments:
Post a Comment