رحم د انسان هر اړخیزه وده


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

رحم د انسان هر اړخیزه وده

لکه څنګه چې د نبات څانګې، پاڼې، مېوې او ولۍ د لمر زرینو وړانګو، اوبو، زمکنیو عناصرو او طبیعي زېرمو ته اړتیا لري، همداسې انساني ټولنه د بسيا کېدنې لپاره د قرآني هدايت لمر او د قرآني رحمت رڼې چينې ته اړتيا لري، چې دغه قرآني لمر بايد د وګړو عقلي، عاطفي او رواني قوتونه پياوړي او د قرآن کریم رڼه چينه يې خړوب کړي او ټولنه د عدل او علم په پلوشو پرځان بسيا شي او د حق پالنې، حق مننې او استقامت په روحيه جوړه کړي او دا هله کېدا ی شي چې قرآن د بښاندو، لوراندو، مهربانو او پوهانو شخصیتونو له لارې ترویج شي.


No comments:

Post a Comment