۱۲. د علمي چلن پر بنسټ پوهه


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۱۲. د علمي چلن پر بنسټ پوهه

انسان، نبات حيوان او چاپيريال سره نا علمي چلن، او د دوی ځېل، سرتمبګي او کبر دی.

الله تعالى د اعتقادي، عبادي، اقتصادي، سياسي، پرمختياوو لپاره اصول پيدا کړي. ددغو اصولو عمومي قواعد په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې راغلي دي؛ خو د دې قواعدو د تطبيق دود پايلې، د انسان له فردي او اجتماعي ژمنو او وړتياوو سره يې تړي، او په دې اصولو کې د بشري ستونزو حل، د شته کړاو د ګاللو وړتيا پنځوونکو کړنلارو ټاکل او د کړکېچونو د مخنيوي تګلارې او سر لارې له خپلو مراصفاتو سره مشخص کول د ژمنو ايمانوالو څېړندويانو کار دى، چې پوهه يې تر ايمان او ايمان پر علم ځواکمن وي د بشري ستونزو حل د بشر د عقلي، جسمي او عاطفي سرچينو پالنه، سمبالنه، متوازنه او منتجه رهبري د زړه ارمان وي.

(الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آَيَاتِ الله بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ الله وَعِنْدَ الَّذِينَ آَمَنُوا كَذَلِكَ يَطْبَعُ الله عَلَى كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ (35»[1].

(او دغه خلک د الله تعالی په آيتونو كې جګړې كوي، بې له دې چې كوم لاسوند يا دليل ورته راغلى وي. دغه كړنلار د الله تعالی او مؤمنانو په نزد سخته كركجنه ده. په همدې ډول الله تعالی د هر متكبر او جبار پر زړه مهر وهي).



[1]. غافر: 35.


No comments:

Post a Comment