وژنه او تښتونه (اختطاف)


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

وژنه او تښتونه (اختطاف)

د انسان وژنې، د عقل ځپنې، د اروا ځورونې لاملونه، عاملین، سېستمونه ټول ګرد سره باطل دي.

«أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا اٰمِنًا وَيُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ الله يَكْفُرُونَ (٦٧) وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى الله كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْكَافِرِينَ (٦٨) وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ الله لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ».[1]

(ايا دوى نه ويني چې موږ يو امن ناک حرم پيدا كړی دى، په داسې حال كې چې د دوى خواوشا خلک تښتول کېږي؟ ايا بيا هم داخلک باطل مني او د الله د نعمت ناشكري كوي؟ تر هغه به لوي ظالم څوک وي چې پر الله تعالی دروغ وتړي يا حق دروغ وګڼي چې كله هغه ته راوړل كېږي. ايا د دغسې كافرانو استوګنځى دوزخ نه دى؟ کوم كسان چې زموږ په خاطر مجاهده وكړي، هغو ته به موږ خپلې لارې وروښيو او په باوري ډول الله تعالی د نېكانو ملګرى دى).



[1]. العنکبوت: ۶۷-۶۹.


No comments:

Post a Comment