لیکوال:محمدناصرحلیمي
۱۴. ظاهري ښکلا او باطني رڼا
د عالم د ظاهر او باطن ټکرشرعي علم نه دی، انسان د علم له
لارې بايد داسي وروزل شي چې ظاهر يې تر باطن او باطن یې تر ظاهر ښکلی او پياوړی وي.
اصحاب رضي الله عنهم به دا دعا کوله: «اللهم
اجعل باطننا خيرا، من ظاهر نا واجعل ظاهر ناصالحا».(الهي ظاهر او باطن مې ښاېسته او غوره کړه).
«وَمِنْهُمْ مَنْ يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ حَتَّى
إِذَا خَرَجُوا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوا لِلَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ
اٰنِفًا أُولَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ الله عَلَى قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا
أَهْوَآءَهُمْ».[1]
(له دوى نه ځينې خلک داسې دي، چې ستا خبرې اوري غوږ نيسي ؛ خو چې
کله ستا له مجلس نه وځي، نو له هغو خلكو نه چې د علم نعمت وربښل شوی وي، پوښتنه
كوي چې همدا اوس اوس ده څه ويلي وو؟ دا هغه كسان دي چې د دوى پر زړونو الله تعالی
مهر لګولى دى او دوى د خپلو نفسي غوښتنو پليوني شوي دي).
استاد موریس بوکای وايي: ««له پخواني نظر پرته
مې قرآن کریم په څېړنېزه بڼه ولوست او په بشپړه توګه راته دا خبره جوته شوه چې
قرآن کریم د نوي علم له غوښتنو سره سمون خوري دا مې جوته کړه چې په قرآن کریم کې
داسې خبره نشته، چې څوک پرې د اوسني علم په رڼا کې نيوکه وکړای شي»[2].

No comments:
Post a Comment