یو څو ريښتينې نمونې


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

 یو څو ريښتينې نمونې

د محمدﷺ د ژوندانه له زرګونو بېلګو څخه یو څو بېلګې را اخلو:

 ١. رسول الله ﷺ ته دوه اوښه بار مال راوړل شو، د شپې خپله په مسجد کې کېناست او بلال ته يې وویل: دا پر بېوزلو ووېشه! بلال وېش پیل کړ تر نیمې شپې نیم مال پاتې شو، بلال وویل: یارسول الله!

پاتې مال به سبا ووېشو، رسول الله ﷺ ورته وویل: څنګه ویده شم چې د خلکو حقونه راباندې پاتې وي؟

٢. کور ته به راته، پوښتنه به يې وکړه، چې وږی یم په کور کې څه لرئ؟

هغوی به ورته وايه: څه خو نشته.

رسول الله به وویل: :خیر دی، زه نن روژه یم.

٣. په لمانځه به دومره ولاړ و، چې پښې مبارکې به یې وپړسېدې.

٤. د مدينې په وروستي سر کې هر څوک چې ناروغه شوى، دى يې پوښتنې ته ورغلى.

د پېغمبر د ژوند عملي انځورونه د عالي اهدافو لوړې بېلګې دي چې مسلمان يې باید زده، عملي او خلکو ته يې په تطبيقي بڼه  ورسوي.

د اصحابو کرامو، تابعینو او نورو پخوانیو علماوو ژوند ته که وګورو، هغوی په اخلاقي، اقتصادي، سیاسي او تعلیمي ډګرونو کې هسک معیارونه، لوړ هدفونه، اسانه تګلارې او منتجې کړنلارې درلودې ؛ نو پخپله په دې اعتراف کوو چې قرآن کریم انسان د انسان د شخصیت ټول اړخونه د مادې او معنا له پلوه ډېر پورته بیايي درنښت او د درنښت له پلوه يې ډېر دروند او ارزښتناک تلي.

یو څو يې د بېلګې په توګه یادوو:


No comments:

Post a Comment