قرآن د رنځونو درمان


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآن د رنځونو درمان

قرآن کریم د جسمي، عقلي او عاطفي رنځونو ژغورنه درملنه ده، بشر چې په څومره جسمي، عقلي او عاطفي نیمګړتیاوو اخته کېږي قرآن کې يې درملنه شته اما تخصصي متره او مسلکي روزنه غواړي، په دې اړه باید مسلمانانو نړېوالو ته ستر ستر پوهنتونونه، ستر ستر څېړنتونونه درلودلي وای اما متاسفانه میدان تش دی. الله تعالی قرآن داسې معرفي کوي:

«يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُمْ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ (٥٧) قُلْ بِفَضْلِ الله وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ(٥٨)».[1]

(اى خلكو! تاسې ته ستاسې د رب له لوري نصحيت راغلى دى. دا ستاسې د عقلی او عاطفي ناروغيو شفا ده او څوک چې يي ومني هغه ته هدايت او رحمت دى. اى پېغمبره ورته ووايه چې دا د الله تعالی فضل او مهرباني ده، چې دی يې راواستاوه، پر ده خو بايد خلک خوشحالي وكړي. دا تر ټولو هغو شيانو ډېر غوره دى، چې خلک يې راغونډوي).

ټولنیز رنځونه هم له منځه وړي، ټولنیزه روغتیا هم رامنځته کوي، لاندې ایت ته ځیرمنېدل پکار دي:

«وَقُلْ رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَلْ لِي مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا (٨٠) وَقُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (٨١) وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ الظالمينَ إِلَّا خَسَارًا(٨٢)».[2]

(او دعا وكړه، چې یاالله! چېرته چې مې ورولې له ريښتينولۍ سره مې وروله او له هره ځايه مې چې باسې په ريښتينولۍ مې وباسه او له خپل لوري نه يې يو قدرت مرستندوى کړه او اعلان وكړه، چې حق راغى او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونكى دى. موږ د دی قرآن کریم د نازلولو په لړ كې هغه څه نازلوو چې د منونكو لپاره شفا او رحمت دى، مګر د ظالمانو لپاره بې له زيانه بل څه نه زياتوي).

قرآني شفا د پورته آيتونو په رڼا کې لاندې مراحل لري:

«وَقُلْ رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَلْ لِي مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا (80) وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (81)».[3]

«أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ».

(چېرته چې مې ور ولې په ريښتينولۍ مې وروله).

«وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ».

(او له کوم ځايه مې چې باسې په ريښتينولۍ مې وباسه).

«وَاجْعَلْ لِي مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا».

(او له خپل لوري نه يو قدرت راته مرستندوى وګرځوه).

 «وَقُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا».

(او اعلان وكړه، چې حق راغى او باطل له منځه لاړ).

 (وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآَنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا (82».[4]

(په قرآن کریم کې هغه څه نازلوو، چې مؤمنانو ته رحمت او روغتیا ده).

«وَلَا يَزِيدُ الظالمينَ إِلَّا خَسَارًا».

(ظالمانو ته بې له زیانه بل څه نه ورزیاتوي).



[1]. یونس: 57-58.

[2]. اسراء: 80-82.

[3]. الإسراء: 80- 81.

[4]. الإسراء: 82.


No comments:

Post a Comment