لیکوال:محمدناصر حلیمي
۱۰.
د ښو پایلو سرچينه طیبه وینا ده
قرآن ښه
وینا له لمانځه او زکات څخه ځکه مخکې ذکر کوي، چې ارزښت یې
ډېر دی.
«وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَاٰتُوا
الزَّكَاةَ».[1]
(خلکو ته
ښه وینا وکړئ، لمونځونه سم ادا کړئ او زکات ورکړئ!).
کشاف
ليکوال ليکلي دي: (احمد وايي په دې کې تاکيد او تخصيص دى چې د اسم
پر ځاى مصدر راغلى)، دا د مبالغې لپاره د وصف په تاکيد کې
استعمالېږي.
امام رازي
رحمه الله وايي: «فَثَبَتَ أَنَّ جَمِيعَ آدَابِ الدِّينِ وَالدُّنْيَا داخلة تحت
قوله تعالى:وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْناً».[2]
(ثابته
شوه چې د الله تعالی په دغه وینا کې(او خلکو سره ښایسته خبرې وکړئ) د دین او دنیا ټولې
ښېګڼې نغښتي دي).
ابن جرير طبري (رحمه الله) وايي: «للناس كلهم».[3]له ټولو انسانانو
سره مسلمان باید د ټولې نړۍ له انسانانو سره خوږې، پخې، ګټورې او په زړه پورې خبرې
وکړي.
«للناس معروفا».[4] خلکو ته سمه او ګټوره لارښوونه.
مسلمان باید د ژوند په هره برخه کې تر نورو بشري پرګنو په
زړه پورې، خوندورې او ګټورې ویناوې ولري، له دې آیته دا معلومیږي چې، په بشري، طبیعي
او ټولنیزو سرچینو په اړه په علمي ډګرونو کې تر هر چا مسلمان په پخو او ګټورو علمي څېړنو ژمن دی.
که پوښتنه
وشي، چې په عقیده، عبادت، اقتصاد، سیاست، کورني نظام، روغتيا، چاپیریال ساتنه، ټولنپوهنه،
ښوونه او روزنه، اداره او نورو.. کې چا خوندورې، ګټورې، جامع او هر اړخیزې ویناوې،
شننې، څېړنې او لېکنې کړي باید د مسلمان نوم په سر کې واخستل شي ؛ ځکه مسلمان د
ژوند په ټولو برخو کې په ډېرو ګټورو خبرو ژمن دی. په حق چپ پاتې کېدل شيطاني
ځانګړنه ده ؛ ځکه مسلمان اړ دی، چې د ګټورو چارو لپاره د ژوند په ټولو اړخونو کې
بشريت ته ښکلي او راڼه افکار ګټورې او
خوندورې ویناوې وړاندې کړي.
د اسلامي
حکومت معنا دا ده چې د اسلامي امت مادي او معنوي ګټې ټولو بشري پرګنو ته وړیا ورسېږي.
اسلامي حکومت د احساساتي ځوانانو تکبیرونه او شعارونه نه دي، اسلامي حکومت د روڼ
عقلو شخصیتونو، هوښیارو طرحو، کاري مصممو سرښندونکیو او کادري تشکیلاتو ايجاد ته منتجه هڅه ده، چې د
ژوندانه ټول اړخونه د کمال او جمال هسکې مرحلې ته داسې ورسوي چې د انسان، حیوان او نبات هر اړخیزه پرمختیا او ثبات تضمین کړي.[5]
[1]. البقرة: 83.
[2]. الرازي ، أبو عبد الله محمد بن عمر بن
الحسن بن الحسين التيمي، تفسير الرازي (مفاتيح الغيب التفسير الكبير) ج ۳ ، ص 589.
[4]. طبري ، محمد بن جرير ، «جامع البيان عن
تأويل آي القرآن» ، ج ۲ ، ص ۱.
[5]. حليمي ، محمد ناصر ، د عادلانه حكومت
سمبولونه په قرآن کې ص ۶۹.

No comments:
Post a Comment