لیکوال:محمدناصرحلیمي
قرآني رڼا هله ځلیږي
قرآن د ټولو انسانانو
لپاره د ژوند په هر پړاو او هر اړخ کې پند،
رحمت
او هدايت دى د قرآن کریم ښوونيز او روزنيز نصاب بايد له نطفې تر مړينې په علمي او
مسلکي بڼه داسې وڅيړل شی او وليکل شي، چې قرآن کریم
لوستى هر مخلوق ته هدايت، رحمت او د ښېګڼو سرچينه شي.
دا چې موږ د عادلانه
پرمخ تللي ټولنې په جوړولو کې دومره پاتې راغلو، چې مسلمان د
مسلمان
پر مرۍ چاړه راکاږي، د قرآن کریم حافظ او عالم د بل حافظ او عالم ورمېږ"فی
سبیل الله"غوڅوي، نیمګړتيا د نصاب په کمال، ترتیب
وړاندېنه اوډن کې ده.
متاسفانه د پوهنتون نصاب
د محصل، د لېسو نصاب د متعلم او د مدرسې نصاب د طالب العلم عقلي قوتونه له عاطفي
مزو، فطري لارښوونو، قرآني اهدافو او نبوي کړنلارو سره اوبدلای متوازنه عقلي روحي
او جسمي پالنه، روزنه او وده ورکولاى نشي.
انسان هله د قرآن کریم له رڼا ګټه
اخستلای شي چې قرآني نصاب لاندې
مواصفات تضمين او لوستونکی يې لاندې ځانګړنې ولري:
«يَا أَيُّهَا النَّاسُ
قَدْ جَآءَكُمْ بُرْهَانٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا
مُبِينًا (١٧٤) فَأَمَّا الَّذِينَ اٰمَنُوا بِاللَّهِ وَاعْتَصَمُوا بِهِ
فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا
مُسْتَقِيمًا».[1]
(اى خلكو! ستاسې د رب له
لوري تاسې ته روښانه دليل راغلى دى او موږ ستاسې لورې
ته
داسې روښنايي درلېږلې ده، چې تاسې ته څرګنده لارښوونكې ده. اوس چې كوم كسان پر الله تعالی ايمان
ولري خبره يې ومني او هغه ته پناه يوسي، الله تعالی به ورته د خپل رحمت، خپلې
پېرزوېنې او مهربانۍ په غېږ كې ځاى وركړي او خپل لورې ته به د راتګ سمه لار
ورته وښيي).
قرآن کریم په پورتنیو آيتونو کې له رڼا نه د ګټه
اخستونکو لاندې ځانګړنې او نتايج راښودلي دي:
۱. پر
الله باور ولري. «اٰمَنُوا بِاللَّهِ».
پر الله تعالی ايمان ولري،
چې زه یې د خپلو اوامرو د تطبیق لپاره رالېږلې یم زه د هغه امانت یم او د هغه
مخلوقات ماته د امانت په توګه د سالمې استفادې لپاره مسخر دي.
پالنه،
روزنه او وده ورکونه او د دنیا او آخرت له نعمتونو استفاده زما اساسي دنده ده. ځان
او د نړۍ د هرې ذرې پېژندنه او پالنه زما ژمنه ده.
۲.
د پاکۍ پر بنسټ پری کلک ولاړ وي «وَاعْتَصَمُوا بِهِ»
دپاکۍ له مخې پرې منګولې
ولګوئ.
دلته عجیب تعبیر دی، اعتصام
د عصمت او پاکۍ پر اساس په یوه موضوع ټینګ درېدل او منګولې کلکول دي.
چټل او په حرامو کې ښکېل اشخاص، په اسلام ودرېږي
او که ونه درېږي، چې عصمت او پاکي پیدا نه کړي، د قرآن کریم په رڼا نړۍ څه چې خپلې
شخصي چارې هم نشي رڼولای ؛ ځکه د چا د زړه او ضمیر په افق کې چې د ظلم لوخړې او د
ذلت خړې او وچې ورېځې پرتې وي، یا يې عقل د تعصب او ناپوهۍ خړو سبلابونو د
وهم،
خیال او کاذبو تصوراتو پلیتو ګړنګونو ته غورځولي وي، داسې خلک له قرآن کریم نه
استفاده نشي کولای.
له ما سره د اسلامي امت د
ذلت همدا علت دی او بس، چې پاکې اوبه په ناپاکو لوښو کې په چټله بڼه او
په ستخته کچه څښل کېږي، موږ باید د علومو په نصاب
کې کمي او کیفي ګټور علمي او مسلکي بدلونونه راولو، چې په قرآني رڼا غښتلی، ژوند
رڼوونکی او شخصيت جوړونکى شي.
روښنايي پر هغو زړونو ده
حرامه چې پرې کېني ګرد غبار د دې دونیا
پورته کارونه درې لاندې نتایج لري:
«فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي
رَحْمَةٍ مِنْهُ».
(دوی چې
پر ايمان او حلال مال سپېڅلي او متحد وي الله تعالی خپل رحمت ته ور دننه کړي).
داسې ټولنه به د رحم
نمونه او سرچينه به شي.
«وَفَضْلٍ»دوی
به الله تعالی غوره کړي.
دا به یو فاضل او عزیز
ملت شي
«وَيَهْدِيهِمْ
إِلَيْهِ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا».
(په لنډه
لار به د کمال لوړو، ګټورو او سپېڅلو اهدافو ته ورسېږي).
دې آیت ته لږ ځیر شئ!
«قَدْ
جَآءَكُمْ مِنَ الله نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ (١٥) يَهْدِي بِهِ الله مَنِ
اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى
النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ(١٦)».[2]
(اى كتابوالو! زموږ
پېغمبر تاسې ته راغلى دى، چې تاسې ته د الهى كتاب زیاتره هغه خبرې لوڅې کړي، چې
تاسې پرې پرده غوړوله او له ډېرو خبرو نه در تیریږي هم. تاسې ته د الله تعالی له
لوري روښنايي راغلې ده او يو حق برسېروونكى كتاب. چې الله تعالی پرې هغو خلكو ته
چې د هغه د رضا غوښتونكي دي، د سلامتيا لارې ښيي او
پخپل امر يې له ترږميو څخه راباسي، د رڼا لوري او سمې لارې ته يې راولي).
له اعتقادي، سياسي، اقتصادي،
اجتماعي، اخلاقي او داسې نو ترږميو څخه انسان باسي.
لاندې ځانګړنې هم د قرآن
کریم له رڼا نه د استفادې شرطونه دي:
«يهْدِي بِهِ الله مَنِ
اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ».[3]
له دې رڼا سره هغه خلک
لارې موندلای شي چې د الله تعالی د رضا د لاس ته راوړو لپاره عملي چارې ترسره کوي
او د سلامتيا لارې چارې پلټي او مومي).
یعنې الله تعالی هغو خلکو
ته هدایت کوي، چې وګړو او ټولنو ته د سلامتیا لارې چارې د
الله تعالی د رضاء لپاره په عملي بڼه ولټوي
نه هغوی چې د ښېګڼو له لاری په حکومت او ملت کې تر نورو پورته دريځونه غواړي.
پورته چارې لاندې پایلې
لري: «يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ».[4]
(دوی به الله تعالی د شرک،
ظلم، فقر، نا امنۍ له تورتمونو څخه وباسي او د رڼا ته به یې ورننه باسي).
«وَيَهْدِيهِمْ
إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ».[5] (او پر داسې لار به یې
بوځي، چې پخه، کلکه او نېغه لار وي).
پر دې په زرګونو دلایل
شته، چې له انسان سره ستره جفا او پر انسان ستر ظلم د قرآن کریم او انسان ترمنځ فاصله
پیدا کول دي.

No comments:
Post a Comment