لیکوال:محمدناصرحلیمي
ټولنپوهانو ته حیرانوونکی
ټولنپوهان
چې په اوږدو څېړنو د ټولنیزو پرمختګونو او بریاوو د شاتګ او ناکامیو عوامل په ګوته
کوي او په قرآن کریم کې تر هغه ښه او پاخه اوامر، نواهي او انځورونه ګوري، په چورت
کې ډوبېږي او همدا لامل دی، چې په زرګونو طبیعت پوهان او ټولنپوهان مسلمانان شول.
«وَتِلْكَ
الْقُرَى أَهْلَكْنَاهُمْ لَمَّا ظَلَمُوا وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِمْ مَوْعِدًا”.[1]
(دا په
عذاب اخته شوي كلي، ستاسې تر نظر لاندې دي، چې كه ظلم یې وكړ، نو هلاک یې كړل او د هر يوه د هلاكت لپاره موږ نېټه
ټاكلې وه).
څومره
څېړنې چې ټولنپوهانو د ټولنې د پرمختګ او په شاتګ د عواملو په اړه کړې، همدا آیت
یې لنډیز دی او دا آیت چې په قرآن کریم کې څومره مفصل ذکر شوی، ترهغه زیات دوی نه
دي یاد کړي.
بوازار[2] وايي ؛ « قرآن کریم د ټولنې د زړه ژوندۍ خبرې دي ».
او وايي:
«په قرآني ښوونو کې دا زور شته چې نوې ټولنه په نوې او غوره بڼه جوړه کړي ».[3]
[1]. الکهف:۵۹.
[2]. مارسيلبوازار: فرانسوي
مفكر قانونپوه ، پر نړېوالو اړیکو او انساني حقونو يې لیکنې ، څېړنې او
کانفرانسونه دایر کړي دي. (انسانيةالاسلام) کتاب یې د یو علمي مرجع په بڼه په غرب
کې تدریسیږي.
[3]. خلیل عمادالدین ، قالوا
عن القرآن ، ص 7.

No comments:
Post a Comment