اعتقادي ظلم


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

اعتقادي ظلم

موږ دا خبره بیا بیا وکړه چې اسلامي عقیده د انسانانو د ذهني، عقلي، روحي، جسمي سلامتیا او ودې لپاره په داسې بڼه راغلې چې انسانانو ته د ژوند په ټولو اړخونو کې د پرمختګ مخه ورکوي، د انسان پټ او ښکاره استعدادونه پنځوي، ویښوي، پوهوي، رڼوي او پایله والو چارو ته يې هڅوي او چمتو کوي، چې د خالق او مخلوق د حقونو ساتنه تضمین او د انسانانو ترمنځ د مینې، مهربانۍ او متقابلې همکارۍ پر اساس فکري، علمي، عملي او اجتماعي انسجام راشي، اعتقادي عدالت دی او عکس يې په همغه تناسب اعتقادي ظلم دی.

الله تعالی وايي چې رښتینې عقیده انسان له اجتماعي، عقلي، اورواني پلوه ژوندی کوي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا اسْتَجيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ الله يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ».[1]

(اى مؤمنانو! د الله تعالی او د هغه د پېغمبر بلنې ومنۍ، كله چې پېغمبر تاسې ته د هغه څه په لورې بلنه دركړي چې تاسې ته ژوند بښونكي دي او وپوهېږئ چې الله تعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځه دېوال دى او هماغه ته به تاسې ورستنېږی).

«لَوْلَا يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانیونَ وَالْأَحْبَارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ».[2]

(ولې د دوى علماء او نېکان دوى له ګناه وينا او د حرامو له خوړلو څخه نه منع كوي؟ په باوري توګه د ژوند ډېره بده كارنامه ده، چې هغوى يې تياروي).

«اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ».[3]

(دوى له الله تعالی پرته خپل عالمان او روحانیون خپل اربابان نیولي دي).

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ».[4]

(اى مؤمنانو! د زياترو علماوو او روحانیونو حال دا دى چې هغوى د خلكو مالونه په ناروا لارو خوري او د الله تعالی له لارې څخه خلک منع كوي او پر هغو خلكو چې سره او سپين زېرموي او د خداى په لار یې نه لګوي، د دردناكې سزا زېرى وكړه).

دیني علماء مکلف دي چې د انسانانو د ژوند، عقل، حیثیت، مال او دین د ساتنې او د ټولګټو موخو د تر لاسي لپاره داسې علم محوره عملي او عزت ښانده منتج زیار وګالي چې د ظلم د ټولو ډولونو ټغر ټول کړای شي.

کله هم چې دین د څوکۍ، منصب او ثروت لپاره وکارول شو او پر دین د علماوو نفسي غوښتنې خړوبې شوې، انساني ژوند له تباهۍ سره مخ کېږي، چې همدا یو ډول اعتقادي ظلم دی. ځکه دین د چارواکو، لوړپوړو او پانګوالو د اصلاح او پرمختګ لپاره راغلی، نه د دې لپاره چې د دیني عالم د تطمیع له لارې دین پخپلو ګټو وڅرخوي او ټولنه په استبداد، انحصار او غصب وکړوي.

عقیده، ورورګلوي او اتحاد رامنځته کوي، نه تفرق، تشنج او اختناق، الله تعالی وايي: «وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ الله جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ الله عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ الله لَكُمْ اٰيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (١٠٣) وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (١٠٤) وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ(١٠٥)». [5]

(ټول يو ځاى شئ د الله تعالی رسۍ ټينګه ونيسئ او سره خورېږئ مه، د الله تعالی هغه درباندې کړي پيرزوېنه درياده كړئ چي يو د بل دښمنان وئ، ستاسې په زړونو كې یې مينه واچوله او د هغه په مهربانۍ سره وروڼه وروڼه شوئ، د اور د کندې پر غاړه ولاړوئ، الله تعالی ترې وژغورلئ. په دغه شان الله تعالی خپلې نښانې تاسې ته څرګند وي، پكار ده، چې په دغو نښانو د ژغورنې سمه لار ومومئ، په تاسې كې دې څه خلك هرو مرو داسې وي چې د نېكۍ لور ته بلنه وكړي، په ښو امر او له بد و منع وكړي، كوم خلك چې دا كار وكړي همغوى به بريالي وي. پام كوئ چې د هغو خلكو غوندې نشئ چې ډلې ډلې او له روښانه څرګندو لارښوونو ميندلو نه وروسته بيا سره په شخړو شول چا چې دا چلن غوره كړی دى، هغوى به لوى کړاو ومومي).

«إِنَّا أَنْزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُوا لِلَّذِينَ هَادُوا وَالرَّبَّانیونَ وَالْأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُوا مِنْ كِتَابِ الله وَكَانُوا عَلَيْهِ شُهَدَآءَ فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا بِاٰيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ الله فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ».[6]

(په تورات كې موږ پر يهوديانو دا حكم ليكلى و، چې د نفس په بدل كې نفس، د سترګې په بدل كې سترګه، د پوزې په بدل كې پوزه، د غوږ په بدل كې غوږ، د غاښ په بدل كې غاښ او د ټولو زخمونو لپاره برابره بدله ده، نو كه څوك قصاص وبښي، نو هغه د هغه لپاره كفاره ده او كومو خلكو چې د الله تعالی له نازل كړي قانون سره سمه فيصله ونه كړه، نوکافر دى).



[1]. الانفال: ۲۴.

[2] . المائده:۶۳.

[3]. التوبة: ۲۱.

[4]. التوبه: ۳۴.

[5]. آل عمران: 103-105.

[6]. المائده: ٤٤.


No comments:

Post a Comment