هغه څه چې پېغمبران يې په له منځه وړلو مکلف دي


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

هغه څه چې پېغمبران يې په له منځه وړلو مکلف دي

د حقپالنې او باطلځپنې دنده الله تعالی پېغمبرانو او د هغو پلویانو ته ورسپارلی، چې دوی باید په دې لار کې هېڅ ډول سستي ونه کړي.

«أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَى عَلَى الله كَذِبًا فَإِنْ يَشَأِ الله يَخْتِمْ عَلَى قَلْبِكَ وَيَمْحُ الله الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (٢٤) وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ (٢٥) وَيَسْتَجيبُ الَّذِينَ اٰمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَيَزِيدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ وَالْكَافِرُونَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ (٢٦) وَلَوْ بَسَطَ الله الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَكِنْ يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ (٢٧) وَهُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ الْغَيْثَ مِنْ بَعْدِ مَا قَنَطُوا وَيَنْشُرُ رَحْمَتَهُ وَهُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ».[1]

(ايا دوى وايي چې دغه سړي پر الله تعالی د دروغو تور پورې کړی؟ كه الله تعالی وغواړي نو ستا پر زړه به مهر ووهي. الله تعالی باطل له منځه وړي او حق پخپلو فرمانونو سره حق ثابتوي، هغه د سينو په پټو رازونو پوهېږي.

الله هماغه ذات دى چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او له ګناهونو څخه يې تېرېږي، په داسې حال كې چې ستاسې ټولې كړنې ورته معلومې دي.

هغه د ايمان راوړونكو او نېكانو خلكو دعا قبلوي او پخپل فضل سره ورته لازيات وركوي، پاتې شول كافران، نو د هغو لپاره دردناكه سزاده.

كه الله تعالی خپلو ټولو بندګانو ته پراخه روزي وركړې واى نو په ځمكه كې به يې د سرغړونې طوفان را ولاړ كړى وای، خو هغه په يو حساب او اندازې سره چې څومره غواړي نازلوي. په باوري ډول هغه له خپلو بندګانونه ښه خبر دى او ويني يې.

هماغه ذات دى چې د خلكو تر نهيلېدو وروسته باران وروي او خپل رحمت خوروي او هماغه د ستاينې وړ مرستندوی دوست دى).



[1]. الشوری: ۲۴-۲۷.


No comments:

Post a Comment