د مسلمان وجیبه


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د مسلمان وجیبه

نتیجه دا شوه، که موږ مسلمانان د نړۍ د حقائقو په راسپړنه او حقونو په ادايېنه کې خپل استعدادونه پکار واچوو، که په صنعتي ډګرونو کې پاتې راغلې یو، کولای شو په حقوقي ‌‌ډګرکې د بشر او کايناتو د حق په پالنه، ساتنه او اداينه کې نړېوالو ته د لوراند او هوښار لوراند او هوښيار لارښود نقش اداء کړو، نو دغه ټولنيزه منل شوې قاعده بايد هېره نه کړو چې په" حق پالنې صنعتي پرمختيا رامنځته کېږي" قرآني شخصیتونه رښتنې دي، دوی په وینا، عمل، تفکر، طرح، انتقاد او پېشنهاد کې رښتيني دي دوی عقیده د عقدې لپاره نه پکاروي دوی عبادت په اخلاص او صداقت سره کوي د ژوند په هېڅ ډګر کې ټګي، تمبلي او حقتلفي نه کوي صنعتي تولیدات يې معیاري او باکیفیته وي اقتصادي پرمختیا يې پر رښتنیو اصولو ولاړه او روانه وي، د پېر و پلور په کیفیت کې هېڅ ټګي برګي نه کوي.


No comments:

Post a Comment