لیکوال:محمدناصر حلیمي
د دين په نامه خوراک، څښاک او پوښاک
دين د دې لپاره راغلی دی چې د ټولو خلکو لپاره له استثناء پرته خوراک، څښاک، پوښاک، کور، روغتيا، واده...تضمين کړي، کله چې
دينپوهان دومره کم همته شي دين د دنیا دلاسته راوړلو ذريعه وګرځوي داسې ټولنې تر ملحدو ککريو او کفري ټولنو ډېر سپکېږي او لوېږي.
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا إِنَّ
كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ
بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ الله وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ
وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ الله فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ
أَلِيمٍ».[1]
(اى مؤمنانو! د دې اهل كتابو د زياترو پوهانو او پيرانو حال دا دى چې د خلكو مالونه په ناروا لارو خوري او د الله تعالی له لارې منع كوي او هغه خلک چې سره او سپين زر زېرموي او د الله تعالی په لار كې یې نه لګوي. د دردناكې سزا زېرى وكړه).

No comments:
Post a Comment