لیکال:محمدناصرحلیمي
قرآن او علم
علم عصری او دینی نلري، ټول علوم عصری هم
دی او دیني هم. علم هم د دين ريښې دي هم يې مېوې، دين د علم ريښه او ثمر.
کله چې هوښیار انسان علم ته ځيروونکي او
هڅوونکي آیتونه په قرآن کریم کې لولي ؛ فکر کوي چې د دې کتاب پلویان داسې سوله ييز
او حقپال نظام لري، چې پرنباتاتو، څارویو، مرغانو او ځناورو هم څوک تېری نشي
کولای.
د قرآن پلویان د نړۍ د سترو نړېوالو څېړنیزو ارګانونو مشري، رغنده
مشرتوب او پیاوړې سمبالنه (مدیریت) پر غاړه لري. د دوی ښارونه پاک، چاپېریال يې
سپېڅلی، نظام يې عادلانه او ټولنیز جوړښت یې عالمانه دی.
سړی داسې فکر کوي، چې د
قرآن کریم پلویان د نړۍ د سترو علمي سرچېنو څېړونکي، بنسټګران او استادان دي ؛ ځکه
علم، علمي وسایل، علمي اهداف، علمي مېتودونه، د علم د لاسته راوړلو اصول، د علمي
پرمختیا مخې ته خنډونه، د انسان په وجود کې د علم د زده کړې ليدونې او ناليدونې
قوتونه او محسوس غړي[1] ښودل شوي دي.
د ښوونې روزنې د علمي ترمېنالوژۍ بنسټيز کلمات چې د نړېوالو
پوهنتونونو او څېړنتونونو کادری نابغه ګان يې بوخت کړي ۱۴۰۰ کاله مخکې څو څو وارې په قرآن کریم کې ياد شوي، چې د ښوونې
روزنې په ډګرکې د قرآن کریم یوه علمي معجزه ده. متاسفانه د قرآن او نبوي او احدیثو ښوونيز او
روزنيز تعبيرونه په
اسلامي ټولنو کې يو ناتطبيقي پديده ده.
دا چې موږ ولې په علمي ډګرو کې پاتې راغلو، لامل
یې د علمي ارتقاء، څېړنيزو پرمختياوو، علمي کادرونو، روزنيزو لاس ته راوړنو، ښوونيزو
دودونو او پوهنيزو کچو او بڼو په اړه له قرآن کریم سره د شويو ژمنو هېرول او ورته شا اړول دي.

No comments:
Post a Comment