1. د الله تعالی یادونه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

1.           د الله تعالی یادونه

د الله تعالی یادونه طيبه وينا ده، که هغه د ذکر په بڼه وي چې الله سره يواځې غږيږی يا دتذکر په بڼه چې څو کسان د الله په اړه يو له بل سره بحث او خبرې کوي که انسان فکر وکړي ؛ نو جوته به شي، چې د الله تعالی د بې شمېره نعمتونو پوروړی دی. د سر له وېښتو نه تر نوکانو، د هډوکو جوړښت، د زرګونو رګونو اوبدنه، د وینې بهیر، د بدن (۱۱) سيستمونه، د کایناتو تابع کول د انسان د عقلي او عاطفي قوتونو فعالیت، فردي، کورنیو، اجتماعي، سالمو جوړښتونو ته چې د عقل او زړه په سترګو ګورو ؛ نو ویلای شو چې هر انسان د خپلې عقلي ویښتیا، عاطفي سپېڅلتيا او احساس د غښتلتیا په تناسب الله تعالی ډېر یادوي او څومره چې انسان کم عقل، سخت زړی او د احساس له پلوه کمزوری وي هومره الله تعالی ترې هېر وي د الله يادول انسان جسم عقل او روح له تيارو څخه رڼا ته باسي.

د سپېڅلي الله تعالی یادول تر ټولو ویناوو ښه، پاکه او ارزښتناکه وینا ده، الله تعالی وايي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا اذْكُرُوا الله ذِكْرًا كَثِيرًا (٤١) وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا (٤٢) هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا(٤٣)».[1]

(ای مؤمنانو! الله تعالی ډېر ډېر یاد کړئ او سپېڅلتیايي سبا او بیګاه یاده کړئ! الله تعالی هغه ذات دى چې ملايکې يې پر تاسې ځکه رحمتونه وايي چې له تيارو څخه مو رڼا ته راوباسي او پر مؤمنانو مهربانه دى).

او څومره چې انسان مړژواندی، بې روحه، کم عقل او ناقص العاطفه وي ؛ هومره الله تعالی لږ یادوي:«إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ الله وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ الله إِلَّا قَلِيلًا (١٤٢)».[2]

(دا منافقان له الله تعالی سره د غولونې لوبه كوي، په داسې حال كې چې په حقيقت كې الله تعالی هغوى په غولېدنه كې غورځولي دي. كله چې دوی لمانځه ته پاڅېږي، نو صرف خلكو ته د ريا لپاره مړ ژواندي پاڅېږي او خداى ډېر لږ يادوي).

ژوندي، عاقل او قوي العاطفه خلک په ناسته، ملاسته او ولاړه الله تعالی یادوي: «إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَاٰيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ (١٩٠) الَّذِينَ يَذْكُرُونَ الله قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلًا ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ (١٩١) رَبَّنَا إِنَّكَ مَنْ تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ وَمَا لِلظالمينَ مِنْ أَنْصَارٍ (١٩٢) رَبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ اٰمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَاٰمَنَّا رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ (١٩٣) رَبَّنَا وَاٰتِنَا مَا وَعَدْتَنَا عَلَى رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ (١٩٤) فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِنْ عِنْدِ الله وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ(١٩٥)».[3]

(د اسمانونواو زمکې په پيدايښت او د شپې او ورځې په بدلون كې د هغو پوهانو لپاره د الله د قدرت، حکمت کمال او جمال ډېرې نښانې دي چې په ولاړه، ناسته ملاسته او هر حالت كې خداى يادوي او د اسمانونو او زمکې په پيدايښت كې غور او فكر كوي (هغوى په غير ارادي توګه غږ كوي چې) ' زموږ ربه! دا ټول شيان تا بابيزه او بې مقصده نه دي شته كړي، ته له دې نه پاک يې چې عبث كار وكړې ؛ نو اى ربه! موږ د دوزخ له عذابه وژغوره.

لويه څښتنه! موږ د يو نارې وهونكي (پېغمبر) آواز واورېده چې ايمان ته يې بلنه وركوله او ويل يې چې خپل رب ومنئ موږ د هغه بلنه ومنله، نو اى زموږ باداره! كومه ګناه چې له موږ څخه شوې ده له هغې نه راتېرشه، كومې بدۍ چې په موږ كې دي، هغه ایسته كړه او په پاى كې راته د غوره خلكو ملګرتيا را په برخه كړه.

زموږ ربه! كومې وعدې چې تا د خپلو رسولانو په خوله راسره كړي، هغه له موږ سره ترسره كړه او د قيامت په ورځ موږ له رسوايۍ سره مه مخامخوه، په دې كې شک نشته چې ته د خپلو وعدو ماتوونکی نه يې.

 د هغوى رب يې خبره ومنله چې:' زه له تاسې نه د هېچا عمل هېڅ نه ضايع كوم، نر وي كه ښځه، تاسې ټول ځينې له ځينو څخه ياست له دې امله كومو خلكو چې زما لپاره خپل وطن پريښود او له خپلو كورونو څخه وايستل شول او زما په لار كې وځورول شول او جګړه يي وكړه، د هغوى ټولې ګناوې به زه وروبښم او هغوى به داسې باغونو ته ننباسم چې لاندې به یې ويالې بهېږي دا له الله تعالی سره د هغو مكافات دى او له همدې الله تعالی سره ډېره غوره جزا ده).



[1]. الاحزاب: ۴۳.

[2]. النساء: ۱۴۲.

[3]. آل عمران: ۱۹۰-۱۹۵.


No comments:

Post a Comment