لیکوال:محمدناصر حلیمي
۲.
حکم بما انزل الله
تعالی طيبه وينا
د ژوندانه په ټولو
اړخونو کې د الهي اوامرو پلي کول "حکم بما انزل الله" دی، د الله تعالی په حکم فیصله کول طیبه وینا ده.
معیار يې حقیقت موندنه، حقپالنه، عدالتپالنه او د نفس د بدو او ناروا غوښتنو پر
خلاف د اجتماعي او فردي ګټو عادلانه تضمین او عالمانه پلی کول دي:
«وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ
بِمَا أَنْزَلَ الله وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ
يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ الله إِلَيْكَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ
أَنَّمَا يُرِيدُ الله أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ
النَّاسِ لَفَاسِقُونَ (٤٩) أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ
يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ الله حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ(٥٠)».[1]
(ددوى په
منځ کې فیصله په هغه څه وکړه، چې الله تعالی درنازل کړي دي او د دوی د نفس په بدو غوښتنو پسې مه ځه، ځان ترې وساته چې
د الله تعالی د نازل شوي شریعت د یوې برخې له متابعت نه دې ستون نه کړي، که دوی له
دې شریعت نه مخ اړوي، په دې پوه شه چې الله تعالی دوى ته ددوى دځینو ګناهونو سزا
ورکوي او یقینا ډېر خلک فاسقان دي، دوى په
شریعت فیصله نه غواړي ؛ نو جاهلانه فیصله غواړي آيا تر الله تعالی غوره فیصله
کوونکی بل څوک شته؟).

No comments:
Post a Comment