لیکوال:محمدناصر حلیمي
۳.
نرمه او منتجه وینا
په نرمه
وینا کې د احساساتو او ړندو عواطفو لاس ډېر لنډ او د عقل مداخله او رڼايي زیاته وي، خبره له کبره پاکه او د تواضع زېږنده
وي، نرمه وینا ګټوره او مثمره وي.
الله تعالی موسی (علیه السلام) ته وايي: «فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى».
[1]
(تاسې
دواړه (چې فرعون ته ورځئ نو) نرمه وینا ورته وکړئ. بویه چې پند واخلي او له الله
تعالی ووېریږي).
تاسو
وګورئ په دې آیتونو کې له ستر ظالم سره هم د نرمې وینا ؛ خو د حق د ښکاره کولو امر
پکې شوی دی موسی او هارون (علیهما السلام) ته وايي چې فرعون ته ووایه: بني
اسرائیلو ته ازادي ورکړه او سزا مه ورکوه.
چارواکي د
خپلو ولسونو پاللو ته ژمن دي، د ځپلو حق
یې نه لري او که يې ځپي پوهان یې په مخينوي مکلف دي. هغه پوهان چې د چارواکو په
اصلاح او د ټولنیزو جوړښتونو په سمون کې نقش نه لري پوهان نه دي، دوی د معلوماتو، مفاهیمو،
لغاتو، اصطلاحاتو کڅوړې دي. پوهان د
الله تعالی له لوري مکلف دي چې خپل ولسونه له ظالمانه سیستمونو، د ظالمانو له تېرو
ښکاري مښوکو او بې رحمه منګولو څخه وژغوري.
که علماء
د خپلو ولسونو د ژغورلو توان نه لري، علم او عالم بې معنا او مضر کلمات دي ؛ ځکه
چې د علم او عالم د زرینې پردې تر شا هغه ظلمونه کېږي چې د ظلم او ظالم تورې، بدرنګې،
سپېرې او زړه بوږنوونکې پردې تر شا نه کېږي. همدا لامل دی چې نړېوال او سیمه ییز ظالمان همداسې چې
ساتونکي له ځان سره ساتي، دینپوهان هم له ځان سره د
دفاع لپاره ګوماري. نو ویلای شو چې حقه وینا باید د خبرو حرمت او
درناوی له لاسه ورنه کړي او د الفاظو تقدس باید د حقې وینا د پټېدا او ظالمانه طرحو
د غټېدا او لويېدا لامل نه شي. قرآن کريم
عجيب درس راکوي چې هم حقه وينا وکړه، هم د خبرو پت وساته او هم يې عملي کړه!
سړی هغو
خطیبانو، شاعرانو او لیکوالو ته حیران شي چې له قرآن کریم سره د تړاو د ادعا ترڅنګ
د خبرو حرمت اوعفت نه ساتي! تر دوى هم
سړی هغو ته ډېر حيران شي چې د سړيتوب له ادعا سره د مظلومانو د مصلحتونو پر ضد بې
پته او نا حقه غږېږي، مظلوم آهونه ظالم او ظالمې چېغې مظلومې کړېکې معرفي کوي.
ان تردې، چې
د بشري سرچینو په غوړېدا، طبیعي سرچینو په تسخیر او ټولنیز عدالت په را منځته کولو
به ترې ستا لوړه توقع وي ؛ خو متاسفانه چې هغه به په قومي، ژبني، مذهبي ګوندي..
تعصب رنځور وي!!!
د خپلو
ولسونو د ځوړتیا او لوړتیا لاملونه ښيي او د لوړتیا لاملونه د ځوړتیا توکي معرفي
کوي.
د مادي
ګټو لپاره پردي ګټې پالنې، د
ولسونو له لوړتیا او ځوړتیا څخه د بې خبرۍ یا د مادي ګټو او لاس ته راوړنو له امله
حقایق او حالات معکوس ارزوي. د داسې خلکو خبیثې او ظالمې شننې له ناپوهۍ، غرض او
مرض څخه سرچينه اخلي.
په دغسې
ټولنه کې نا پوهه خلک او مغرض پوهان د مادي موخو د ښه کولو لپاره له ظالمانو
طوافونه کوي، خپلې ګوتې او لاسونه غوڅوي او پردیو ته د مادي مصلحتونو په موخه بې
ډوله ناڅي. نو ويلاى شو چې ريښتینې، حقه او نرمه وينا له
ډار او تمې پرته طيبه وينا ده. له ډار او
تمې را ټوکېدلې زرینې ویناوې چې څومره خوندورې وې طیبې نه دي.

No comments:
Post a Comment