لیکوال:محمدناصر حلیمي
۴.
پرحق اعتراف
مسلمان دې ته ګوري چې حق چېرته او له چاسره دى ؛ ځکه چې
حقپالنه او باطل ځپنه د مسلمان اساسي دنده ده. مسلمان د حقپالو د ملاتړ او باطل
پالو د اصلاح په لټه کې دى. د قرآن کریم زده کړې ته باید هغه حقپال خلک راوړاندې
شي، چې د حقپالنې او عدالت روحیه پرې واکمنه وي.
«وَإِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ قَالُوا اٰمَنَّا بِهِ إِنَّهُ الْحَقُّ
مِنْ رَبِّنَا إِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلِهِ مُسْلِمِينَ».[1]
(کله چې
پرې زموږ آیتونه لوستل کېږي دوى وايي: ایمان پرې لرو. دا زموږ د رب له لوري په حقه
د حق دغلبې لپاره راغلي دي).
حیرانوونکی
تعبیر: «إِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلِهِ مُسْلِمِينَ». (موږ لا پخوا حق ته تسلیم او غاړه مو ورته ایښې وه).
يعنې هغه مهال چې لا مسلمانان نه و، حق ته مونږ تسليم و،
اوس خو لا مسلمان شوي يو.

No comments:
Post a Comment