لیکوال:محمدناصر حلیمي
۵.
د بدو ویناو په بدل کې خوږه وینا
وايي چې
يو نېک عالم ته چا وويل: که يوه بده خبره دې راته وکړه لس به واورې. هغه ورته ويل:
که لس بدې خبرې دې وکړې، يوه بده به هم رانه وانه ورې.
مسلمان په
دې پسې نه ګرځي چې خلک ورته ښه وايي که بد (د چا له پړې نه وېرېږي)
مسلمان خپلو خبرو ته پاملرنه کوي، چې تر وسه باید بده خبره په ټول عمر کې هېچا ته
ونه کړي، له دوست او دښمن سره هم دروغ، غیبت، تور، چغلي، کنځلې ونه کړي.
«أُولَئِكَ
يُؤْتَوْنَ أَجْرَهُمْ مَرَّتَيْنِ بِمَا صَبَرُوا وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ
السَّيِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ».[1]
(دوى ته
ځکه دوه ځل اجر ورکول کېږي، چې صبر يې کړی او د بدو په مقابل کې نېکي کوي او څه چې
مو ورکړي هغه د الله تعالی په لار کې لګوي).

No comments:
Post a Comment