لیکوال:محمدناصر حلیمي
۶.
عملي او منتجې خبرې
له بې ګټو خبرو ځان ساتل او د
خبرو د کره والي
لپاره خبره عملي کول، وينا د ښو
اعمالو ښه انځور وي. سمه وينا هغه ده، چې اړین کارونه او ارزښتناکې چارې په ګوته
او د کار کچه کره، ښه او نتایج يې پوره او پورته کړي.
او ښه وينا
هغه ده، چې مادي، معنوي، عملي، ستونزې او مشکلات په مثمره اوګټوره بڼه حل کړي.
د
ناپوهانو خبرې ناوړه خبرې زېږوي، د ستونزو
هوارول، له وړتياوو ګټه اخستل او ورته وده ورکول پخپل ځاى پاتې وي او خبرې د غڼې د
جال غوندې خبرې غځوي.
د پوهانو
خبرې کار، نتايج او غوره تولید رامنځته کوي، چې د ژوند مادي او معنوي پرمختیاوې
تضمینوي. دا چې زموږ پوهان له موږ سره ښې خبرې کوي او که بدې!؟ زموږ د ژوند له
پرمختياوو سره په تړاو تلل او ارزول کېږي.
زموږ
پوهان او سیاستوال چې د نظام په جوړولو کې د بګېلو مړزانو غوندې پاتې راغلل لامل
یې ویناییزه اتلولي یا دا چې د خبرو کوډګر دي، په نه کار د ملت ملاتړ ترلاسوي، باید له ناپوهانو سره لږې او عمل ته ځیرمنې
خبرې، هغه هم په ډېر احتياط وشي. د نړۍ ستر ناپوهان هغه خلک دي چې وینا ورسره وي
عملي کار، تطبیقي متره او کاري هنر نه لري.
قرآن
وايي:«وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ سَلَامٌ
عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ”. [1]
(کله چې
دوی بې ګټې خبرې اوري، مخ ترې اړوي او وايي، ستاسو سلامتيا غواړو، نه غواړو
ناپوهانو سره ښکېل او اخته شو.

No comments:
Post a Comment