لیکوال:محمدناصر حلیمي
۷.
عادلانه او ژمنې خبرې
په عدالت، احسان او اجتماعي ښېګڼو باندې امر
طیبه وینا ده، وينا
بايد فرد ته جسمي، عقلي، روحي، رواني او ټولنې ته له سياسي، اقتصادي، امنيتي، صحي
او تعليمي، پلوه وده ورکړي چې دا په علم، مسلکي فعاليت او عدالت سره کېږي.
الله
تعالى وايي: «وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا
قُرْبَى وَبِعَهْدِ الله أَوْفُوا ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ
تَذَكَّرُونَ».[1]
(کله چې خبرې کوئ په عدالت يې کوئ، که څه هم خپلوان وي، الله
تعالی سره کړې ژمنې پوره کړئ، دا وصیت الله تعالی تاسو ته کوي، ښايي چې پند
واخلئ!).
وينا باید د ټولنې د بنسټونو مضبوطيتا لپاره وي، چې دا په احسان کېږي.
احسان دا معنا چې له بل
انسان سره پر
اخلاص، بې غرضه او بې بدلې مرسته
وشې او د ستونزو په هواري
کې يې د الله تعالی لپاره نقش ادا شي. د خپلو احسانونو په لومه کې يې ښکیل
نه کړی. له خپلوانو سره مالي او
بدني همکار شي. د فحشاوو، ناروا چارو
او ظلم مخه ونيسې. الله تعالى د پورته خبرو د تطبیق لپاره له تاسو سره داسې خبرې
کوي:
«إِنَّ الله يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي
الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ
لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ».[2]
(الله
تعالی په عدالت، احسان، خپلوانو سره په مرسته امر کوي. له فحشاوو، ناوړو چارو او
ظلم څخه انسان منع کوي. الله تعالی تاسې ته توصیه کوي، بویه چې پند واخلئ).
پورته آيت
بايد د ښوونيز نصاب ممبر، محراب او رسنيو عمومي موخې اوښتيزي.

No comments:
Post a Comment