لیکوال:محمدناصر حلیمي
۸. پخوانیو مؤمنانو ته دعا کول
نن چې موږ
ته په دین او دنیا کې د کار مخه څومره هواره ده، د پخوانیو خلکو د کار، زیار او
هلو ځلو نتیجه ده. پکار ده د هغو د ښو مننه او د ښېګڼو لمانځنه وکړو.
زموږ په زمانه کې داسې خلک ډېر تېر شوي او شته، چې د شرعي دلایلو په نامه په
ناپوهۍ سره پخوانیو علماوو او پوهانو پسې سپکې سپورې وايي، په داسې حال کې چې
رښتيني مؤمنان یو د بل ملاتړ کوي او له مرګه وروسته هم ورته د زړه له اخلاصه داسې
دعاء کوي: «وَالَّذِينَ جَاءُوا مِنْ
بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ
سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ
اٰمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ».[1]
(هغوى چې
ترې وروسته راغلل وايي: پروردګاره! موږ او زموږ هغه ورونه چې له موږ نه مخکې راغلي
وو، وبښه او په زړونو کې مو د مؤمنانو لپاره د ټګۍ خبره مه پرېږده او زموږ ربه! ته
زړه سواندی او لوراند یې).

No comments:
Post a Comment