لیکوال محمدناصر حلیمي
1.
د الله تعالی له حکم پرته بل حکم.
حقتلفۍ، تروړنې،
لوټنې، تېری، غصب، رشوت، اختلاس، ناحقه قسم، بې ګټې خبرې، تور، تومت، پېغور، ظالمانه
قوانین د قوانینو توپیري چلن چې یواځې د بېوزلو د پرمختیا مخه ډب کړي او یا د دوی د مادي او معنوي پرمختیا لپاره لومه وي، چارواکو
ته قوانین د خلکو مال، حیثیت، وړتیاوې لیلام کړي او داسې نورې خبرې اترې چې حقوق
الله اوحقوق العباد پرې لتاړېږي «حکم ما انزل
الله». پرته په بل څه حکم دي، په خبیثه ویناوو کې راځي:
«وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ الله فَأُولَئِكَ هُمُ
الْكَافِرُونَ».[1]
(چا چې د
الله تعالی په حکم فیصله ونه کړه کافران دي).
«وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ الله فَأُولَئِكَ هُمُ
الظالمونَ».[2]
(چا چې د
الله تعالی په حکم فیصله ونه کړه ظالمان دي).
«وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا
أَنْزَلَ الله فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ».[3]
(چا چې د
الله تعالی په حکم فیصله و نه کړه فاسقان دي).
هغه وینا
چې په لمسون يې، ناحقه وینه تویېږي، چا ته بدني او مالي زیان ور رسېږي، حیثیت یې
لتاړیږي، .. د الله تعالی د حکم پر
خلاف حکم
هغه سوداګریز تړونونه چې پېرودونکو او بېوسه تاجرانو ته پکې
زیان وي، خبیثه وینا ګڼل کېږي. هغه تجارتي تړونونه چې په کیفیت کې یې خیانت وي
(پرته له ما انزل الله په بل څه حکم) دی.
هغه
ښوونیز، پوهنيز او روزنیز سیستمونه چې په بشري ټولنو کې کینې، بدبیني، دښمنۍ او
تربګنۍ را پاروي او یا د ظالمانه نظامونو ریښې خړوبوي، ناوړه او خبیثه وینا ګڼل
کېږي. هغه تدریسي بهیر چې انسان د الله تعالی او بشر د حقونو ادا ته نه پریږدي او
ترې بې پروا کوي یی، خبیثه وینا ده.
د قاضیانو
او څارنوالانو هغه پرېکړې چې د تمې پربنسټ وي، له (ما انزل الله) پرته په بل څه
حکم دی. پوهان چې ظالم چارواکي
ستايي، د ظالمانه سیستمونو حمایت د خپل علم، مسلک او وړتیا له لارې کوي. هغه
رهبران چې سیاسي اوضاع معکوس ارزوي. په لنډه توګه د غصب، انحصار او درغلۍ ټول
ډولونه او سیستمونه.

No comments:
Post a Comment