لیکوال:محمدناصر حلیمي
۲. شکمنې او څو معنیزه خبرې
یوه خبره
چې اورېدونکى ترې د ښه والي او بد والي له پلوه ګڼې معناګانې او مطلبونه اخلي هم
خبیثه وینا ده، چې مسلمان باید ځان ترې وساتي ؛ ځکه مؤمن د خپلې ټولنې د بدانو په
اړه مسؤولیت لري، چې په څرګندو او ادبي کلماتو يې خپلو کمیو، نیمګړتیاوو، مسؤولیتونو
او چارو ته ځير کړي ؛ ځکه مؤمن له خپلې ګناه پرته له هېچا وېره او تمه نه لري.
الله تعالی وايي:«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا لَا
تَقُولُوا رَاعِنَا وَقُولُوا انْظُرْنَا وَاسْمَعُوا وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ
أَلِيمٌ».[1]
(ای
مؤمنانو!، «راعنا». مه وايئ، داسې وايئ! موږ ته راوګوره، واورئ او کافرانو ته
دردوونکی عذاب دی).
یهودو به
رسول اللهﷺته ویل: «راعنا».
راعنا لفظ لاندې معناوې لري:
زموږ
شپونه.
بده.
مزاحمه.
زموږ
مراعات وکړه.
موږ ته
ارزښت راکړه.
په مجلس
کې د خبرو وخت راکړه.
زموږ
پوښتنو ته ځواب ووایه.
مسلمانانو
به هم د راعنا کلمه کاروله ؛ خو الله تعالی ترې منع کړل او د خبرو په آدابو کې يې
دا شامله کړه چې مسلمان به څو معنیزه او ګڼ تعبیره کلمات نه کاروي. ځکه مسلمان ياد کار
لپاره غږېږي، ياد شوي کار په اړه وايي يا عملي پلان په اړه بحث کوي، يا نيمګړتياوې
په ګوته کوي.

No comments:
Post a Comment