لیکوال:محمدنصر حلیمي
۳.
غوړې او غولوونکې خبرې (زخرف القول)
د الله تعالی دغه وینا باید په پوره دقت ولولو او د بد
عمله او بې عمله چارواکو حیثیت پکې وتلو: «وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ
عَدُوًّا شَيَاطِينَ الْإِنْسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ
زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا.. ۱۱۲». [1]
(همدا
رنګه د هرې زمانې انسي او جني شیطانان د خپلې زمانې د پېغمبرانو دښمنان وو، د تېر
ایستنې لپاره یو بل ته غوړې او غولوونکې خبرې
کوي).
د
سياستوالو تشې وعدې چې عمل او نتيجه ترې نه راوځي، د بشري پرګنو له پر مختګ سره
شيطاني دښمني ده.
وینا باید
د حقایقو او حقونو د انعکاس، د انسانانو د پټو او ښکاره استعدادونو او وړتياوو د
ودې او انکشاف، د حقونو د اخیستنې او د وجایبو د ادأ، د مسؤولیتونو د پېژندنې، د چارو د کره والي، انسانانو ته د انسانيت د چارو په ترسرولو
جرأت بښلو، له غیر انساني چارو څخه یې د ډارونې او ژغورنې لپاره وي ولې داسې
سیاستوال او خلک شته چې پخپلو پوچو او بي عمله ويناوو حق باطل او باطل حق ښيي او د
ژوند جریانات معکوس ارزوي. لنډه دا چې د خپلو اورېدونکو پراحساساتو لوبې کوي. د هر
چا له ذوق سره سم غږېږي نه د هغه د مصلحت لپاره ؛ ځکه اکثره خلک خپل مصلحت نه
پېژني. د خپل ذوق له مخې چارې رد یا تاییدوي، د خپلو شخصي مصلحتونو لپاره نه غږېږي
او هغه هم په داسې بڼه چې خپل شخصي مصلحتونه په الفاظو کې داسې وړاندې کوي لکه دى
چې د اجتماعي مصلحتونو د دفاع اتل وي، په داسې حال کې چې لوی لوی ټولنېز مصلحتونه
د عمل په ډګر کې له خپلو شخصي مصلحتونو نه ځاروي.
د داسې خلکو د چارو ارزونه باید وشي او د خپلو چارو او کړنو په کنډه وتلل شي، نه د ویناوو.

No comments:
Post a Comment