لیکوال:محمدناصر حلیمي
۴.
بې عمله ویناوې
وينا بايد د عمل او عمل د وينا متمم وي، هغه وينا چې عملي
ثبوت او نتيجه ونه لري، نفاق دى، اسلام هغه اوږدې ژبې غندلي
دي، چې پر ملا تاوه وي او عملي فعاليت يې صفر وي.
الله تعالی وايي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ
اٰمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ (2) كَبُرَ
مَقْتًا عِنْدَ الله أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ».[1]
(ای مؤمنانو!، ولې هغه څه وايئ چې نه یې کوئ، د الله تعالی
په وړاندې ستره ګناه هغه وینا
ده، چې وايئ او نه يې
کوئ).
مقت: تر نورو ډېر بد او ډېر کرکجن، یعنې تر ټولو بدو کړنو او بدو ویناوو بتر او
کرکجن عمل هغه ښه وینا ده، چې عملي او منتجه نه وي ؛ ځکه هغه
ښه وینا چې عملي او پايلنه نه وي د ښو ویناوو اعتبار له لاسه ورکوي.
ویناوې د وګړو او
ټولنو د نېکمرغیو اساسي راز دی، کله چې درنه او ګټوره وینا بې ارزښته شوه، نو ټول
ارزښت یې له منځه ځي، چا چې د ښو ویناوو ارزښت له لاسه ورکړ، هغه له ټولو ښېګڼو بې
برخې شو.
د مقت کلمه په قرآن کریم کې د زنا، له مور سره د نکاح او کفر په وصف کې راغلې، خو دلته الله تعالی
وايي: لوی مقت کفر او هغه ښه وینا ده، چې تر شا یې تطبیق نه وي ؛ ځکه
ښې ويناوې د ټولنې د پرمختګ او ثبات ریښې مضبوتوي او د ښو ویناوو دغه ناکاره یا بې
عمله اتلان د ښو ویناوو اعتبار له منځه وړي، نو ځکه تر زنا، له مور سره تر نکاح او له کفره لوی
عیب ګڼل کېږي. بد عمله دين پوهان د
دين ستر دښمنان دي. دوی د خپل عمل له لارې خلکو ته دين معکوس ارزوي.

No comments:
Post a Comment