۵. شپنۍ ناستې او غورې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۵.                شپنۍ ناستې او غورې

د شپې په آرامه چاپېريال، چوپه فضا او خوندورو بنډارونو کې انسانان د ژوند د ټولو اړوندو ستونزو دقیق تشخیص، دقیق پلان او د چارو په مسلکي وېش کې منتج او رغنده نقش لرلاى شي.

 خاوند او مېرمن که د شپې مجلس ښه سمبال کړي د خپلو اولادونو د لا ښې روزنې او سمبالنې اسانه لارې چارې موندلای او د کورنۍ د نېکمرغيو لپاره حیرانوونکي ګټور پلانونه د تطبیق لپاره وړاندې کولای شي.

که د ټولنې مشران شپني مجالس ښه سمبال کړي، د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره داسې اغېزمنې تګلارې او کړنلارې رامنځته کولای شي، چې نورو ولسونو ته د نېکمرغۍ کارنده وسیله او سرچينه شي.

که سیاسي مشران په دې اړه شپنۍ غونډې وکړي، نو د خپلو ولسونو د تېر ایستنې پر ځای د بحرانونو له خطرناکو څپو نه د هغوى د پورې ایستو او ژغورنې اتلولي ترلاسولای شي، که دغه شپنۍ ناستې لا ښې شي ؛ خپل ولس د نورو ولسونو د ژغورلو اتلان ګرځوى شي.

که دیني علماء شپني بنډارونه د دیني احکامو د ترویج او تطبیق لپاره پکار واچوي، د دیني ارزښتونو د تطبیق له لارې خپل ولسونه نورو ولسونو ته د هدايت او رحمت سرچينه کولای شي خو دا چارې ځان ته داسې روزل شوي شخصیتونه غواړي چې عقلونه يې د ګټور علم په خوږو او رڼو اوبو خړوب شوي وي، زړونه يې په ټولنیزو ناخوالو خوږمن شوي وي، همت یې هسک او ارمانونه يې دومره لوړ وي چې موخه يې په انساني ټولنه کې د مادي او معنوي پرمختګونو را منځته کول وي.

د محمد ﷺ اصلي سنت همدا و، ټولنه يې همداسې رهبري کړه او وګړي يې همداسې وروزل، خو موږ د دې سنت په تطبیق کې پاتې راغلو هغه اختلافي او ناندریز مسایل مو سنت وګڼل چې کلونه کلونه حل نشول او مظلوم انسان د بې رحمه دښمنانو په پښو لتاړ شول او ولسونه مو د فقر، بېوزلۍ، رنځونو او جهالت د ترخو او کړوونکو شپو ورځو په اور کې ستي او وريته او د الهي او بشري حقونو د اتلاف ښکار او ښکاریان شول.

د مکې د مشرکینو یوه نيمګړتیا دا وه چې شپني بانډارونه یې د حقتلفۍ، ظلم، تيري، دسيسه جوړونې، حرامو طرحو، جوارۍ او ساتېرۍ لپاره وو او د ټولنیزو ستونزو پر ځای پر اشخاصو او شخصیتونو خبرې اترې بحث او مناقشې کېدلې اوس هم متاسفانه د داسې خلکو په اړه د رد او تایید خبرې کېږي چې په حرامو پړسېدلي، د ملت وینې يې زبېښلي او هډوکي ورته شپېلولي دي.

له هغې ورځې نه چې مسلمانان په دغه شخصیت ځپونکي رنځ رنځور شول، بیا يې ښه ورځ نه ده لېدلې ؛ بلکې هر څه یې بایللي دي، بالکان او هسپانیه يې په اروپا کې له لاسه ورکړل، پېړۍ پېړۍ يې د شهوتپالو چارواکو د هوس ترچړې لاندې خپل وختونه، شخصیتونه او استعدادونه تلف کړل او بشريت يې د اسلام له بې شمېره ښېګڼو څخه بې برخې کړ، الله تعالی د مشرکینو د شپنېو ناستو انځور داسې وړاندې کوي، چې د کبر، حقتلفۍ او د نورو انسانانو د سپکاوۍ روحيه او پروسه پکې ځواکمنه وه، د ځان درنه او دنورو سپکه به یې ویله.

رسنیزې ادارې باید د حقپالنې پر بنسټ خپلې برنامې مسلکي، علمي او پرمختیايي کړي، د انسان په ذهن کې چې د شپې کومې خبرې کېناستې تر سهاره يې دماغ پکې بوختیږي او د ورځې له خوا همدغه خبرې د انسان د ذهن محرک محور وي، که رسنۍ نه ژمنیږي او نه سمیږي ؛ نو بیا غل چې نه تېرېږي مل دې تېر شي خلک باید د هوس پاروونکيو، جنجال زېږونکيو او ناندرېمارو برنامو له لیدلو او آورېدلو څخه ځانونه وساتي.

الله تعالی مشرکانه شپني بانډارونه داسې انځوروي: «قَدْ كَانَتْ اٰيَاتِي تُتْلَى عَلَيْكُمْ فَكُنْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ تَنْكِصُونَ (٦٦) مُسْتَكْبِرِينَ بِهِ سَامِرًا تَهْجُرُونَ (٦٧) أَفَلَمْ يَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ أَمْ جَآءَهُمْ مَا لَمْ يَأْتِ اٰبَآءَهُمُ الْأَوَّلِينَ (٦٨)».[1]

(زما آيتونه دراورول كېدل ؛ خو تاسې (يې په اورېدو پخپلو پوندو شاته تلئ، د خپل کبر له امله مو هغه له سره په زړه كې نه راوسته، پخپلو استوګنځيو كې مو پرې د شپې تبصرې او کیسې كولې. نو ايا دې خلكو كله په دې كلام غور نه دى كړى، يا هغه ورته داسې څه راوړي دي چې كله د دوى پلرونو ته هېڅکله نه وو


[1]. المؤمنون: ۶۶-۶۸.


No comments:

Post a Comment