۶. نه نغوته (غوږ نه نیول)


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۶.                نه نغوته (غوږ نه نیول)

ښو ويناوو ته غوږ نه نيول بې شمېره زیانونه لري، موږ یې یو څو لاملونه وړاندې کوو:

1.  استکبار: د الله تعالی انسانانو، دښتو، میرو، غرونو، ځنګلونو او حیواناتو، حق تروړنه. د انسانانو فزیکي، عقلي او روحي ځواکونو ځپل یا یې توازن له منځه وړل په فردي او اجتماعي بڼه د حقتلفۍ لپاره کارېده.

2.   سامرا: د سُمَّارا مفرد دی، دوی شپې په غرور، اکاړو او بې ارزښته چارو تېروي.

سمر د سپوږمۍ رڼا ته ویل کېږي، د مکې مشرکینو به د سپوږمۍ په رڼا کې شپې د تروړنې او تيري په خبرو اترو رڼولې.[1] لکه افغانانو تېره تاريخچه پېتاوي ته کېناستلو تاريخچه ده چې نتيجه يې اوسني نسل ته ناورينونه، فسادونه، ظلمونه، اوښکې، وينې او آهونه دي.

3.    شپه د دې لپاره ده: چې په قرآن کریم کې غور او دقت وشي، د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره ترې لارښوونې او هدایات را وایستل شي او ټولنه د علم له مخې د عدالت په لور د سوکاله او هوسا ژوند لپاره روانه شي.

4.   شپه د دې لپاره ده: چې له خپل مسلک، وړتیا او ژمنو سره په تړاو او ژمنو د ادا په موخه مطالعه کړئ، که هر مسلمان د شپې لخوا (١٠٠) مخه مطالعه ولري، خپلې ستونزې رژولى او د نړۍ د بحران مخه نيولاى شي، ديني عالم، ډاکټر، انجنير، کرنپوه، ښوونکى، استاد، څېړونکى او.. مسلکي مطالعه ولري، د پلار د ښه پلارتوب، مور د ښه مورتوب، زوى د ښې زویولۍ، مشر د ښه مشرتوب، مدير د ښې سمبالنې، لارښود د ښه رهبريت په اړه بايد د شپې لږ تر لږه سل مخه مطالعه وکړي، بيا ستونزې رژېداى او بحران مهارېداى شي، هغه مسلکي او مسوول چې نوى مطالعه نه لري او کار کوي، د خپل مسلک او مسوليت په اړه خاين او په مسلکي او مسوولانه جنايت کې ښکېل دى.



[1]. كامله بنت محمدبن جاسم بن علي آل جهام الكواري (2008 م) ، تفسير غريب القرآن ج ٢٣ ، ص ٦٧.


No comments:

Post a Comment