معیاري ښوونځي او مدرسې د ذکر سرچينې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

معیاري ښوونځي او مدرسې د ذکر سرچينې

موږ باید د داسې ښوونځيو، مدرسو، ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو په جوړولو کې نړېوال اتلان وای چې اساس يې مینه او رحم، جوړښت یې عالمانه، خوځښت یې صادقانه او پایلې يې د ټولې نړۍ او لږ تر لږه د ټول انسانیت په خیر پای ته ورسېږي.

دا کتاب په داسې حال کې لیکل کېږي چې د یوې مدرسې شاګرد د بلې مدرسې د شاګرد پر مرۍ چاړه راکاږي، قاتل او مقتول دواړه د الله اکبر کلمات زمزمه کوي. په دې لار کې د متضادو اسلامي مدرسو ستر نوابغ د تنکیو ماشومانو په وړو او غیر علمي فتواوو په پردیو وسلو له منځه لاړل.

جنګي انځور او شخړیزه وضع مو داسې زړه بوږنوونکې ده، چې له هرې خوا هغه څوک وژل کېږي چې په ښي غوږ کې يې اذان او کیڼ غوږ کې یې اقامت شوی. مور یې په نیمه شپه قبلې ته مخامخ د پاکې مریم په توګه په سجده له یو الله تعالی نه د خپل اولاد ساتنه، پالنه او د دښمنانو پرځېدنه غواړي. غلیم د خیر پر غونډۍ ناست دی او زموږ پاکې وینې په ګڼو نومونو پخپلو کې تویېږي.

په داسې حال کې چې پېغمبر موږ ته د ژوند په ټولو اړخونو کې ډېر غوره بېلګه دی، داسې استادان او مدرسې یې نړۍ ته وړاندې کړي، چې د بشريت په زړه کې د علم او ایمان پربنسټ د عدل، مینې او رحم چینې راوخوټولې، له ناورینه يې وژغورلې او نېکمرغه یې کړلې. انسان څه چې په پوره ژمنتيا د ژوو او نباتاتو ساتنه او پالنه يې وکړه.

که د قرآن کریم په رڼا مو داسې مدرسې جوړې کړې، چې یو فارغ يې یو هېواد له سیاسي، اقتصادي او اجتماعي بحران څخه وژغورلای شي. البته داسې مدرسې دا کار کولای شي چې دین له حقونو او مسؤولیتونو له عملي ادا څخه پیل کړي نه له مستحباتو او اختلافي موضوعګانو نه.

کله چې یو څوک مدرسه جوړوي باید لاندې پوښتنې ځواب کړي:

1.   ایا د مدرسې تشکیل قراني دی، مدرس، مهتمم، مدیر، سرمدرس د څومره ایماني مواصفاتو ویندوی او د څومره مواصفاتو عملي انځور دی؟

2.   قرآني او نبوي چاپیریال ورته جوړولای شو، د نبوي چاپيریال ځانګړتیاوې هوښیارول، پوهول، ويښول، پالل، مینه ورکول، رحم کول، ډاډ ورکول، پر ځان بسیا کول دي؟

3.   درسي برنامې د نبوي دود پرمحور څرخولای شو او کنه، نبوي دود یعنې علم د عمل په موخه، عمل د دوام او کره والي په بڼه، دوام او کره والی د نتیجې په موخه او نتیجه د اخلاص پر بنسټ د الهي او بشري حقونو د متوازنې اداد پر محور؟

4.   شاګردان په ایماني مواصفاتو په منتجه بڼه روزلای شو او کنه[1]؟

5.   نظارت او ارزونه یې په نبوي بڼه کولای شو او کنه؟

له قرآني چاپيریال، نبوي دود او قرآني تشکیل او ایماني موخو نه پرته د مدرسې تاسیسول د اسلام او انسانیت په زیان پای ته رسېږي، زما مهتممینو ورونو او خويندو ته دا توصیه ده چې یو تن په پورته مواصفاتو وروزئ تر هغو سلو ډېر ارزښتناک دی چې مدرسه کې مو بشري منابع د انکشاف او ودې په نامه راټول کړي او خپله ژمنه چې هر اړخیزه روزنه ده، سرته نه شئ رسولای.



[1] ایماني مواصفات په مخ کې وګورئ!


No comments:

Post a Comment