خشیت د پند اخیستنې وسیله


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

خشیت د پند اخیستنې وسیله

پند هله منځته راځي چې خشیت منځته راشي له الله تعالی ډار، خشوع او خضوع، له مینې، باور او درناوي څخه را ټوکېدلې هغه عالمانه وېره ده، چې د انسان په ضمیر کې موجوده وي، د دین عالمانه منلو او په پایلیزه (منتجه) بڼه پلي کولو ته یې چمتو کوي.

خشیت د پند اخستنې مهم شرط دی، د هر فن او علم زده کړې ته د ځانګړو مواصفاتو خاوندان جذبېږي. د قرآن کریم د زده کړې لپاره هم باید د عبدالله بن ام مکتوم غوندې د راڼه عقل، سپېڅلي او عالي هدف درلودونکي، د خپلو باطني قوتونو غځوونکي او سپېڅلتیا بښونکي انسانان جذب شي، د دغسې کسانو د موندنې لپاره باید داسې هڅه وشي لکه ماڼو (غواص) چې د سمندر په تل کې د زرګونو تورو کاڼو په منځ کې يوه مرغلره مومي.

خشيت او خشوع د خالق او مخلوق د حقونو اداینې ته د عقلي او عاطفي قوتونو تابع کېدل. هر انسان چې په وینا، عمل او نتیجه کې څومره د الهي او بشري حقونو په اداېينه کې بوخت وي، هومره خاشع دی. خشوع کومه ځانګړې بڼه او ځانګړی لباس نه دی. خشوع د الهي عظمت او حکمت پېژندل او د الهي احکامو پلي کول او تطبيقول دي.

د قرآن کریم تطبیق ته د انسان زړه باید خشیت(عالمانه لېوالتيا او مینه ناکه وېره) پیدا کړي، د انسان زړه باید خشوع پیدا کړي، د الله تعالی له ډاره په مننې او مينې خپلې ژمنې پوره کول او د دندې پوره سرته رسولو ته خشیت وايي.

کله چې په زړه کې خشوع پیدا شوه، بیا قرآن کریم د بدلون راوستونکي پند او پايله وال نصیحت په توګه پر انساني عواطفو، ارادو، عزایمو او تصامیمو په همغه کچه خپل اغېز ښندي.

«فَذَكِّرْ إِنْ نَفَعَتِ الذِّكْرَى (٩) سَيَذَّكَّرُ مَنْ يَخْشَى (١٠) وَيَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَى (١١) الَّذِي يَصْلَى النَّارَ الْكُبْرَى».[1]

(كه نصيحت ګټور وي ؛ نو ته نصيحت وكړه، څوک چې له الله تعالی نه وېرېږي هغه نصيحت مني او هغه چې ترې ځان لرې کوي بدمرغه دی، دا به ډېر لوی اور ته لاړ شي).

«وَجيءَ يَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ الْإِنْسَانُ وَأَنَّى لَهُ الذِّكْرَى (٢٣) يَقُولُ يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي».[2]

(په هغه ورځ به دوزخ مخامخ راوستل شي، په هغه ورځ به انسان عبرت واخلي ؛ خو د هغه د عبرت اخستو څه ګټه؟ هغه به ووايي چې كاشکې مې د خپل دې ژوند لپاره له مخكې څه توښه برابره كړې وای).

نو قرآن څخه عبرت اخستل دنیوي او اخروي نجات له ګناه ظلم او فساد نه د وګړو او ټولنو د ژغورلو پخه لار په ټولنه کې د انسانانو، ژوو او نباتاتو لپاره د رحم تګلار او کړنلاره او ورته شا اړول دنیوي او اخروي تباهي ده. لاندې بيتونه د ښوونيزو او روزنيزو سيستمونو او تشکيل کړنلار موخه او پايله داسې انځوروي:

«أَوَعَجِبْتُمْ أَنْ جَآءَكُمْ ذِكْرٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَلَى رَجُلٍ مِنْكُمْ لِيُنْذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُوا وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (٦٣) فَكَذَّبُوهُ فَأَنْجينَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ فِي الْفُلْكِ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُوا بِاٰيَاتِنَا إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا عَمِينَ (٦٤) وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا الله مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ (٦٥) قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وَإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ (٦٦) قَالَ يَا قَوْمِ لَيْسَ بِي سَفَاهَةٌ وَلَكِنِّي رَسُولٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ (٦٧) أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنَا لَكُمْ نَاصِحٌ أَمِينٌ (٦٨) أَوَعَجِبْتُمْ أَنْ جَآءَكُمْ ذِكْرٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَلَى رَجُلٍ مِنْكُمْ لِيُنْذِرَكُمْ وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنْ بَعْدِ قَوْمِ نُوحٍ وَزَادَكُمْ فِي الْخَلْقِ بَسْطَةً فَاذْكُرُوا اٰلَآءَ الله لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (٦٩) قَالُوا أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ الله وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ اٰبَاؤُنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ(٧٠)».[3]

(ايا تاسې په دې خبره حيران شوئ، چې ستاسې له قوم نه د يوه سړي په وسيله ستاسو د رب ذکر راغى، چې ستاسې پاملرنه راواړوي او تاسې د غلطو کارونو له خطر او ضرر څخه ووېروي، ځان وساتئ او پر تاسې رحم وشي، خو هغوى خپل پېغمبر دروغجن وګاڼه. په پاى كې موږ (نوح علیه السلام) او د هغه ملګرو ته په يوه بېړۍ كې نجات وركړ او هغه خلک مو ډوب كړل چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو.

په باور سره هغوى ړانده وو او د عاديانو هدايت لپاره د هغو ورور هود علیه السلام ور ولېږه. هغه وويل' اى زما قومه! د الله تعالی بندګي وكړئ، له هغه پرته ستاسې هېڅ بل كوم رب نشته. نو ايا تاسې به له انحرافه لاس وانخلئ'؟ د هغه د قوم مشرانو چې یې د خبرې له منلو انكار كاوه، په ځواب كې وويل: موږ خو تا ناپوه ګڼو او باور لرو چې ته دروغجن يې، هغه وويل: زما قومه! زه ناپوه نه يم ؛ بلكې زه د رب العلمين پېغمبر يم. تاسې ته د خپل رب ذکر در رسوم او ستاسې امانتکار خواخوږى يم. ايا تاسې په دې خبرې حيران یاست، چې تاسې ته پخپله ستاسې د قوم د يوه سړي په وسيله د رب پیغام راغی، چې متوجه مو كړي؟ یاد مو اوسه چې ستاسې رب د نوح علیه السلام له قوم نه وروسته تاسې د هغه پر ځاى كېنولئ او ښه یې پياوړي كړئ. نو د الله تعالی حکمونه په ياد ولرئ، ښايي چې بری ومومئ، هغوى ځواب وركړ' ته د دې لپاره موږ ته راغلى يې چې موږ يوازې د یو الله تعالی عبادت وكړو او هغه څوک پرېږدو چې زموږ پلرونو او نېكونو يې عبادت كړى دى؟ ښه نور او هغه عذاب راوله چې ته يې موږ ته اخطار راكوې كه ته رښتونى يې راوله).



[1]. الاعلی: ۹-۱۲.

[2]. الفجر: ۲۳-٢٤.

[3]. الاعراف: ۶۳-۷۰.


No comments:

Post a Comment