قرآني پند او لالهانده انسان


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني پند او لالهانده انسان

قرآني پند له استثناء پرته د غیر مضرو انسانانو د مال، ژوند، حیثیت، عقل او دین د ساتنې د امنیت او سلامتیا تضمین دی، که څوک ووايي چې قرآن کریم ولې یو نیم مليارد مسلمانان نشي ژغورلای، چې يوازې په تېره لسيزه کې میليونونه مسلمانان د غليمانو او پخپلمنځي جنګونو کې دل شول. د افغانستان مظلوم ولس تر اوسه د جنګونو په غوبل او کړاو کې د غمیو غوندې شاه زلمي له لاسه ورکوي. چنګېز راغی او د لوخو غوندې یې لَو کړل، له سرونو یې څلي جوړ کړه، (۷۵۰۰۰۰) یې په سمرقند کې (۷۵۰۰۰۰) په بلخ کې، همداسې يې په بغداد کې، دوه میلونه کسان په یوه ورځ له تېغه تېر کړل. په ګڼو بشري پرګنو کې د انسان وژنې دردونکي انځورونه دي، د تاریخ په اوږدو کې د مسلمان او نا مسلمان په لاس ډېر عفتونه لوټ شوي دي، مالونه چور شوي دي، میندو د خپلو بچيانو په وینو مظلومانه ژړلي دي، د اوښکو رودونه، د وينو سېلابونه او د غوښو غرونه پکې جوړ شوي دي.[1]

سیاسي حماقت دومره زیات شو چې د میلیونونو مسلمانانو د وینو تویېدا ته"ربیع العربي"عربي پسرلی وویل شو، نتیجه یې د میليونونو خلکو بې کوره کېدل، د میلونونو خلکو جلا وطني، د کورونو ړنګېدل، د پت لوټېدنه او په ډېرې بې رحمۍ سره د وینو سېلابونه او د مظلومو سترګو د اوښکو رودونه را منځته شول.

لنډ ضروري ځواب دا دى، چې د قرآني مفاهیمو او معانیو د لارښوونو له تطبیق څخه د مسلمانانو لرېوالی او د ځانګړې پاليسۍ او ستراتېژۍ نشتون، فرعي اختلافاتو، تعصب، د استبدادي نظامونو اوږده تاریخچه، چې لاملونه یې د تاریخ په پاڼو کې لیکل شوي دي. نيواکګر هېوادونه د اسلامي هېوادونو واکمنانو ته له اومو تارونو د احسان لومې جوړې کړې، یواځې دانې ورته اچوي او د خپلو ولسونو د ګټو پر خلاف يې کاروي او اساسي لامل يې دا دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د عقلمنو پرځای واک ژبورو ته په لاس ورغلی.

یواځې مسلمانان نه، ټولو مظلومو ولسونو ته په قرآن کریم کې د نجات اصول نغښتي دي. خو که قرآن کریم ته په اجتماعي، عالمانه او تطبيقي بڼې سره د عمل او نتیجې د استحصال په ډګر کې ټولنیزه او وګړیزه مراجعه وشي، ټول به د جهالت له تورتمه راووځي او د عدالت یخ سیوري ته به کېني او که مراجعه ونشي، حال به يې تردې هم بتر شي.



[1]. ابن الاثير ، علي بن أبي الكرم محمد بن محمد بن عبد الكريم بن عبد الواحد الشيباني الجزري . الصلابي محمدعلی دولة المغول بین الانتشار و الانکسار دارالمعرفة. الحمود سامی بن خالد الانتصار علی التتار (دراسة تربط ماضی الأمة بحالها). او داسې نورې لیکنې .


No comments:

Post a Comment