لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآن
نړېوال ذکر دی، هغه شخصيتونه د قرآن حق ادا کولای شي، چې د ټولې بشري نړۍ د سعادت
ارمان په زړه کې پالي، په سیمه ایزو او وړو حلقو کې ګیرو خلکو د قرآن نبوي ترويج
يې ډېر زیانمن کړی، د قرآن حق د انسان د فکر او عاطفې د پراخوالي په انډول ادا کېږي.
الله تعالی فرمايي: «وَمَا
تَسْأَلُهُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ».[1] (ته له دوی اجوره
نه اخلې، دا د عالم لپاره پند دی).
«وَهَذَا ذِكْرٌ مُبَارَكٌ أَنْزَلْنَاهُ أَفَأَنْتُمْ لَهُ
مُنْكِرُونَ».[2] (او موږ دا بركتي
(ذكر) (ستاسې لپاره) نازل كړى دى، نو ايا تاسې یې له منلو منكر ياست؟).
بشريت د
خپلو اړتیاوو د رژولو او وړتیاوو د ودې لپاره قرآن ته د اوبو او هوا په څېر اړ او چمتو دی چې د قرآني
لارښوونو پر محور وڅرخي، خو چېرته ده هغه مسلمانه ټولنه چې اسلام یې هر سمه معنا په فردي او اجتماعي ژوند کې تطبیق
کړی وي يا لږ تر لږه په تطبيقي بڼه يې خلکو ته ورسوي؟
No comments:
Post a Comment