قرآن کریم شعر نه، ذکر


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآن کریم شعر نه، ذکر

قرآن کریم شعر نه دى، ذکر دى، خو شعري تنده داسې خړوبوي، چې د شاعر شعري سلیقه، ذوق د فرد، ټولنې، عقل، روح او جسم د سپېڅلو او سترو چارو اجرا ته چمتو کوي، د هوس له منګولو يې ژغوري، تخیلي او تصوري وړتیاوې يې د عقل تابع کېږي.

د چپړوسۍ، غوړه مالۍ او مخامخ ستاینې زهرجنې ریښې يې له ضمیر څخه ورکوي، د حق، عدالت او وحدت لپاره کار کوي. ژبني، مذهبي او نژادي تعصبات نه راپاروي. بشري پرګنې سره یو موټی کوي. ولسونه مادي اومعنوي پرمختګونو ته هڅوي. قرآن پال شاعر داسې شعرونه وايي چې بشري عقلونه يې جوړښت او سپېڅلتیا ته هک پک شي.

نثر نه دى، خو نثري تنده پرې ماتېږي، شعر او نثر نه دی ؛ خو د منځپانګې، فحوی او محتوی له پلوه کره او کوټه شعرونه او نثرونه پرې پېژندل کېږي.

لنډه دا چې قرآن کريم هغه وينا ده، چې د کيفيت او کميت له پلوه هر انسان پکې خپله ورکه موندلى او خپله تنده پکې خړوبولای شي. په دې شرط چې د روښانه عقل او سپېڅلي ضمير په آيينه کې یې ولولي.

د انسان پر وړاندې د تعصب، دوښمنۍ او کرکې په رنځ رنځور خلک دا کار نشي کولاى.

«وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَنْ يُنِيبُ».[1]

(له دې څخه یواځې هغه څوک پند اخلي، چې الله تعالی سره لېوالتيا لري).

قرآن ذکر دى، شعر نه دى، قرآن د انسان پر عقلي قوتونو خپل مینه ناک او لوراند اغېز ښندي او شعر له انساني احساساتو سره داسې لوبه کوي چې له تخیلاتو سرچینه آخلي.

«وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنْبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقرآن مُبِينٌ (٦٩) لِيُنْذِرَ مَنْ كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ(۷۰)».[2]

(موږ دې پېغمبر ته شعر نه دى ورښوولى او نه شاعري له ده سره ښايي، دا خو يو ذکر او روښانه لوستنی كتاب دی، چې هر هغه څوک وپوهوي، چې ژوندى وي او پر انكار كوونكو باندې فیصله تطبیق شي).

قرآن کریم شعر نه دی، چې څوک پرې خپله ادبي تنده ماته کړي. ادبي کره کتنه نه ده چې کره جملې، شعرونه او سبکونه معلوم کړي. قرآن کریم راغلی چې ژوندي خلک ترې د ژوند لپاره ژوندیو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي او له انساني وړتیاوو د انساني اړتیاوو د حل لپاره کار واخلي. د ژوندانه تيارې خواوې رڼې کړي. په ناپوهۍ مړه انسانان ژوندي کړي. انسانانو ته د پرمختګ پخه اراده، د موخو، چارو او پايلو یووالي طرح له خپلو حقونو نه د اداء او دفاع مورال او د نورو خدمت عملي اراده ور وبښي.

انسانان د انسانيت لوړو او سپېڅلو معیارونو ته ورسوي. له حیواني، شیطاني او شهواني ولچکونو څخه يې ازاد کړي. د الله تعالی مخلصانه عبادت او مخلوقاتو ته د کره خدمت ښایسته بېلګې وړاندې کړي. متأسفانه دا لال یا د ماشوم په لاس یا په ایرو کې پټ دی.



[1]. غافر: ١٣.

[2]. يس: ۶۹ -۷۰.


No comments:

Post a Comment