لیکوال:محمدناصر حلیمي
د پند بښونکي قرآن تدریس
د قرآن
کریم مدرس باید د دې ځانګړتیاوو ترڅنګ د رواني علومو متخصص هم وي ؛ ځکه د قرآن
کریم یو اساسي هدف د انسان د جسم، عقل روان او اروا حفاظت، وده او سپېڅلتیایي
ارتقا ده او دا له دې علومو پرته نشي ترسره کېدای.
ښايي له
ارواپوهنې پرته په تته بڼه پلي شي ؛ ښه نتیجه نه ورکوي او نتايج يې ډېر خطرناک وي.
د قرآن کريم تدريس ته باید هغه څوک ور وړاندې شي،
چې ارمان يې د بشري
پرګنو پالل او ژغورل، نېکو چارو ته وده
ورکول، بشر یو د بل د ودې لپاره کارول
او پر مخ وړل وي.
قرآنپاله
خلک باید د انسانانو هر اړخیزه رغنده پالنه او سالمه روزنه پر غاړه واخلي او د
ژوندانه اړینې اسانۍ ورته چمتو کړي. د دې قرآن له لارې پوړۍ، منصب، شته، شهرت او
شهوت ونه غواړي.
وړو
(لایقو) شخصیتونو او ژمنو کاري ټیمونو ته د حق او حقپالو د غلبې، د باطل پالو
اصلاح او د نه اصلاح په صورت کې نسکورېدل غواړي.
هغه دماغونه چې قرآن کریم په دغسې حقيقي معنا
پېژني د قرآن کریم له رڼې او څپاندې چینې خړوبیږي، هغوی د قرآن کریم له لارې د
نړيوالو اصلاحاتو، پرمختګونو او برياوو داسې هڅې او هلې ځلې کوي، چې د دنیوي او
اخروي نېکمرغیو ضمانت وکړي.
«هَذَا ذِكْرٌ وَإِنَّ
لِلْمُتَّقِينَ لَحُسْنَ مَاٰبٍ (٤٩) جَنَّاتِ عَدْنٍ
مُفَتَّحَةً لَهُمُ الْأَبْوَابُ (٥٠) مُتَّكِئِينَ فِيهَا
يَدْعُونَ فِيهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ وَشَرَابٍ (٥١) وَعِنْدَهُمْ
قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ أَتْرَابٌ (٥٢) هَذَا مَا تُوعَدُونَ
لِيَوْمِ الْحِسَابِ (٥٣) إِنَّ هَذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُ مِنْ
نَفَادٍ».[1]
(دا يو (ذکر) دى او د پرهېزګارانو لپاره په
يقيني ډول ډېر ښه استوګنځی دى، همېشني جنتونه چې ورته پرانستې به وي. تكيه کړي به
پكې ناست وي، د ښو ښو مېوو او څښاک غوښتونكي به وي او له هغو سره به پتمنې همزولې
مېرمنې وي. دا هغه شيان دي چې له تاسې سره د حساب په ورځ د هغو د دركولو وعده
كېږي. دا زموږ روزي ده، چې هېڅکله نه خلاصیږي).
رضاکارانه کار دی مزدوري پکې نشته. د انسان د فطرت او
وړتیا سره برابر تکلف
پکې نشته. نړيوال دی محلي تنګنا نلري. د علمي حقایقو د پرمختیا سره ورځ تر بلې یې حقانیت جوتېږي.
«قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ
مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ (٨٦) إِنْ هُوَ
إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ (٨٧) وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ
حِينٍ (٨٨)».[2]
(اى پېغمبره! ورته ووايه، چې زه پر دی تبليغ
باندې له تاسې نه څه باړه او مزد نه غواړم او نه له ځانه کړېدونکی يم. دا خو د
نړيوالو لپاره يو نصيحت دى او لږ وخت به تېر شي، چې تاسې ته يې حال پخپله معلوم شي).
No comments:
Post a Comment