لیکوال:محمدناصر حلیمي
رضاکار پند بښانده شخصیتونه
په دې معنا چې هر انسان تر خپلې
وسې پکې الهي او بشري حقونو ادا ته ژمن دی. نشر يې بې مزده دى او که کوم انسان یا قوم قرآن کریم عملي
نه کړي او په تطبيق کې
لومړيتوبونه په نظر کې ونه نيسي، په ژوند
کې به په خطرزېږو حالاتواو بحراني جرياناتو اخته کېږي.
د ژوند اړتیاوې، انساني وړتياوې، د انسان فطري غوښتنې او د بشري پرګنو د بقا او پرمختیا
ارونه د قرآن کریم په تطبیق امر کوي، له قرآن کریم نه عبرت اخستل او عملي کول
داسې محسوس عمل دی، چې انساني تجربې یې په نتايجو کې حقایق جوتوي. قرآن کریم چې
څومره شیان حرام کړي، زیانونه يې ساينسي علومو ښکاره کړل او د کومو شیانو چې يې
امرکړی، د هغې ګټې د انسان په جسم، روح، روان، عقل او انساني ټولنه کې څېړنیزو
علومو جوت کړل.
«فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ (٢٦) إِنْ هُوَ إِلَّا
ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ (٢٧) لِمَنْ شَآءَ مِنْكُمْ أَنْ
يَسْتَقِيمَ (٢٨) وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَآءَ الله
رَبُّ الْعَالَمِينَ».[1]
(بيا تاسې
چېرته ځئ؟ دا (قرآن کریم) خو د ټولو نړيوالو لپاره يو ذکر دی، څوک چې غواړي، پر سمه لار سم لاړشي، ستاسې په غوښتنه هېڅ نه كېږي تر څو چې د الله تعالی
ربّ العالمين خوښه نه وي).

No comments:
Post a Comment