لیکوال:محمدناصر حلیمي
له قرآني ذکر سره تطبیقي مزل
له قرآن
کریم سره د ټینګ عزم او پخې ارادې هغه خاوندان مزل کولای شي، چې د خړو سېلابونو
مخې ته د غره په څېر درېدای، د طوفانونو مخې ته د شاهین په څېر لوړ الوتای او د
طوفان زړه شلولای شي. قرآن وایي: د داسې
ګټور او خوندور کتاب پسې چېرته تلاى شئ؟ داسې درسي کتاب چېرته موندلای شئ، چې تاسو
په لوړه کچه پوه، هوښیار او ژمن کړي؟ داسې کتاب چې ستاسو روح، عقل او جسم ژوندی، اجتماعي
انتظام او انسجام مو غښتلی او د کایناتو له پیدا کوونکي سره مو اړیکې پیاوړې کړي.
دلته د انګلیسی فیلسوف بردناشا وینا را اخلو چې وايي: (که محمد
ﷺ نړۍ ته رانه شي بشري ستونزې نه هوارېږي).
نو بشر د پتمن ژوند لپاره
قرآن کریم ته له عالمانه رحیمانه، عاملانه او ټولیزې رجوع پرته بله لار نه لري.
مسلمان الله تعالی ته ژمن دی، چې د قرآن کریم
پیغام له ځان سره د زړه په تل کې وساتي، د مینې او رحم په خوندورو
د پوهې او هوښيارۍ په پخو قالبونو کې يې وړاندې کړي او د نړۍ ګوټ ګوټ ته يې
د هر بشر زړه او عقل ته يې په مینه ورسوي.
«كَذَلِكَ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ
أَنْبَاءِ مَا قَدْ سَبَقَ وَقَدْ اٰتَيْنَاكَ مِنْ لَدُنَّا ذِكْرًا (٩٩) مَنْ أَعْرَضَ عَنْهُ فَإِنَّهُ يَحْمِلُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وِزْرًا (١٠٠)
خَالِدِينَ فِيهِ وَسَآءَ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حِمْلًا».[1]
(اى محمده!) همدارنګه موږ تاته د مخكې تېرو
شويو حالاتو خبرونه در اوروو او خاص له خپل لوري نه مو يو ذكر دركړى دى. څوک چې ترې مخ واړوي د قيامت په ورځ به د ګناه دروند
پېټى وړي او دغه راز ټول خلک به د تل لپاره له خپل درانه پېټي په کړاو وي چې د قيامت په ورځ به ورته (د
دې جرم د مسؤولیت پېټى) ډېر ربړونكى وي).
له دې ذکر څخه مخ اړول د دنیوي زیانونو ترڅنګ
اخروي سزاګانې هم لري ؛ ځکه چې له قرآني احکامو سر غړول په حقیقت کې پر انساني حقونو تجاوز او تېرى
دی. یا په
بله وینا پر قرآن کریم عمل د الهي او بشري حقونو ادا ده او نه عمل د الهي او بشري
حقونو تلفول دي چې یا به جرم وي، یا جنایت یا جنحه[2] یا قباحت یادیږي چې فقهاوو او پوهانو بیا له
احکامو څخه د سرغړونې مراتب پخپلو کتابونو کې ذکر کړي دي.
No comments:
Post a Comment