لیکوال:محمدناصر حلیمي
علم او عمل د قرآني پند بنسټ
په اسلام کې علم د عمل لپاره وسیله ده، عمل چې نه وي علم په
اسلام کې په سترو ګناهونو کې حسابیږي، منتج علم، ګټور علم، د ستونزو
رژونکی علم، بشري او طبیعي منابعو ته وده ورکوونکی علم شرعي علم دی.
اسلام
د هغو معلوماتو زده کړې ته سپک ګوري د وخت او بشري وړتياو ضايع يې چې عملي نشي.
«وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ قُرْاٰنًا
عَرَبِيًّا وَصَرَّفْنَا فِيهِ مِنَ الْوَعِيدِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ أَوْ
يُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا (١١٣) فَتَعَالَى الله الْمَلِكُ
الْحَقُّ وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْاٰنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يُقْضَى إِلَيْكَ
وَحْيُهُ وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا».[1]
(او (اى محمده!) همدارنګه موږ دا عربي قرآن کریم در نازل كړى دى او په دې كې مو په ګڼو تعبیراتو د بدو
اعمالو له بدو نتایجو څخه خلک ډار کړي دي، چې دوی له بدو کارونو ځانونه وساتي، دوی
عبرت واخلي، نو پورته او لوړ دى الله تعالی حقيقى باچا او
(ګوره) د قرآن کریم په لوستو كې تر هغې تلوار مه كوه، تر څو چې وحې بشپړه شوې نه وي او دعا وكړه، چې اى پروردګاره! ماته نور زيات
علم راكړه).
د قرآن
کریم د پند ورکولو اساس عمل او علمي سیستمونه دي. څومره چې د ژوندانه په مختلفو
اړخونو کې د انسان علمي کچه لوړېږي ؛ هومره يې له قرآن کریم نه د پند اخېستنې او
استفادې کچه لوړېږي، څومره چې وګړي او ټولنې له نړۍ او نړيوالو حقایقو څخه لرې
پاتې شوي وي، هومره یې له قرآن کریم څخه د استفادې، افادې او پند اخیستنې کچه
ټيټېږي.
د چا چې
له قرآن کریم سره مینه وي باید شرعي او طبیعي علوم دوړاه زده کړي، په شرعي علومو
کې نبوغ تر لاسول د قرآن کریم د سمې پوهېدنې بنسټ دی. په طبیعي علومو کې نبوغ تر
لاسول د قرآني اهدافو د ترلاسولو لپاره یواځينۍ اغېزمنه لار ده، ځکه چې طبیعي علوم
د الله تعالی د ذاتي صفاتو ثبوت، د فعلي صفاتو توضیحي او د قرآن کریم تطبیقي تفسیر
دی.

No comments:
Post a Comment