قرآني پند تورتم ته سباؤون


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني پند تورتم ته سباؤون

قرآن داسې ذکر دی چې بشريت د شرک له تیارو څخه د توحید رڼا ته او د فقر له تیارو څخه د حلالو شتمنیو رڼا ته، د جهل له تیارو څخه د علم رڼا، د ظلم له تیارو څخه د عدل رڼا، د عامه نظم د اخلال له تورو تمونو څخه د نظم رڼا او د خپلسریو له تیارو څخه د رغنده نظام، سمبالنې او د باکفایته رهبرۍ رڼا ته بیايي.

قرآن د پند ورکولو ګڼ اسلوبونه لري، چې باید را وایستل شي او په ژوند کې وکارول شي ؛ چې په نړۍ کې بيا د ابوبکر، عمر، عثمان، علی، ابوعبیده، معاذ بن جبل رضى الله عنهم د ریاضت، استقامت، عدالت، سخاوت او شجاعت لوړې بېلګې وړاندې کړي.

قرآن کریم بشري پرګڼو ته د ایمان او صالحو اعمالو لمریزه رڼا د روښانه عقل په محور په لاس ورکوي او د تورتم له ټولو ډولونو څخه یې وباسي او د دنیا او اخرت د نېکمرغیو لارې چارې ورته په نښه کوي.

«أَعَدَّ الله لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا فَاتَّقُوا الله يَا أُولِي الْأَلْبَابِ الَّذِينَ اٰمَنُوا قَدْ أَنْزَلَ الله إِلَيْكُمْ ذِكْرًا (١٠) رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْكُمْ اٰيَاتِ الله مُبَيِّنَاتٍ لِيُخْرِجَ الَّذِينَ اٰمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا قَدْ أَحْسَنَ الله لَهُ رِزْقًا».[1]

(الله تعالی د هغو لپاره سخت عذاب تيار كړی دى ؛ نو له الله تعالی د حکمونو له ماتولو څخه ځانونه وساتئ اى د رڼو عقلونو خاوندانو مؤمنانو! الله تعالی تاسې ته يو نصيحت نازل كړى دى. يو داسې پېغمبر چې تاسې ته د الله تعالی هدايت دركوونكي آيتونه لولي، چې ايمان راوړونكي او نېكان خلك یې له تيارو نه رڼا ته را وباسي او څوک چې پر الله تعالی ايمان راوړي او نېك عمل وكړي، الله تعالی به يې داسې جنتونو ته ور ننباسي، چې لاندې به ترې ويالې بهېږي او دوى به پكې تل اوسېږي. الله تعالی د داسې انسان لپاره ډېره غوره روزي ساتلې ده).



[1]. الطلاق: ۱۰-۱۱.


No comments:

Post a Comment