لیکوال:محمدنناصر حلیمي
قرآني پند، عقلي او ایماني وده
له پورته
آیت نه معلومېږي چې له قرآن کریم نه د پند اخستو لپاره باید له عقلي ودې او ایماني
پیاوړتیا نه کار واخستل شي ځکه چې عقل روښانه نه وي، په قرآني مفاهیمو او حقایقو
نشي پوهېدای او که ایمان غښتلی نه شي، عملي کول يې ناشونی شي. له دې قرآن نه بې
عقله، پند او بې ایمانه خوند نشي اخستلای، د فردي او اجتماعي رنځونو درملنه نشي کولای.
قرآني تعليمات عقل ته وده او ایمان ته قوت وربښي.
څومره چې انسان قرآن کریم عالمانه لولي، هومره یې عقل وده
کوي او عاطفه سپېڅلې کېږي او څومره یې چې ایمان پياوړی او عقل يې روښانه وي، قرآن
کریم يې هومره زر او ډېر زده کېږي، هضمېږي او پر ټولنیز امنیت، سیاسي ثبات او
اقتصادي پرمختیا باندې منتج او د انسان پر مادي او معنوي پرمختیا او پیاوړتیا پای
مومي.
No comments:
Post a Comment