قرآني پند تورتمونو ته رڼا


لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني پند تورتمونو ته رڼا

ذکر(قرآن) د دې لپاره راغلى چې بشريت په اعتقادي، عبادي، اقتصادي، روغتيايي، سیاسي، تعلیمي او اجتماعي رڼاګانو کې داخل له تورتمونو او بې نظمیو څخه وباسي او د ژوند ډګر ورته روښانه، منظم او يو له بل سره يې همغږي او منسجم کړي. قرآن کریم داسې پند دی، چې د جسمي، روحي، عقلي او اجتماعي ناروغیو تشخیص او درملنه کوي، څومره چې دا رنځونه په چا کې وي، هومره يې زړونو ته قرآني رڼا ننوتل ګرانیږي او څومره چې له پورته ناروغیو څخه پاک وي، هومره له قرآن کریم نه پند او خوند اخستلی، دنیا او اخرت پرې رغولای شي.

چې د تورتم يو څو ډولونه په لاندې ډول دي:

غفلت: قرآن کریم انسان ویښوي د خپلو مسؤولیتونو له ادا نه بې پروا خلک خپلو اړوندو مسؤولیتونو ته ځير کوي او د الله تعالی ورکړي صلاحیتونه ور په یادوي چې خپلې ژمنې او مسؤلیتونه په کره او پوره بڼه اجرا کړي.

اعراض: ځینې خلک خپل مسؤولیتونه پېژني، خپل صلاحیتونه هم درک کوي، خو د عمل په میدان کې يې د کبر، حسد، یا تمبلۍ له وجې نه ادا کوي، داسې خلک هم قرآن کریم د مسؤولیتونو ادا ته اړ باسي.

لوبه: ځینو خلکو ته ژوند لوبه ښکاري، د ژوند چارې جدي نه ګڼي، له حقتلفۍ ټولو انواعو سره ډېر سوړ او بې احساسه چلن کوي. دا خو لا څه چې دنیا ورته د خلکو پر برخليک او ژوند لوبې ښکاري. د خلکو له احساساتو او استعدادونو سره لوبې کوي، د مسلمانانو د وروسته پاتې والي ستر عامل هغه لوبغاړي مشران دي، چې د خپلو پلويانو وړتياوې لوبوي.

بې احساسه: بې زړه، بې احساسه او بې درده خلک چې د کونډو آهونه، د یتیم اوښکې او د شهید وينې ورته هېڅ ارزښت نه لري.

پټې دسیسې: د غصب، انحصار، ظلم، لوټ، عفت پایمالولو لپاره د ټولنې د جعلکارو سخت زړو، دسیسه کارو، د ټولنیزو ګټو تروړلو ته نقشې جوړوي.

ظلم: د بل چا پرمال ژوند، حیثیت، عقل او دین باندې ملنډې، بلوسه او تېری.

پروپاګند: ټولنې ته د حقایقو غلط انعکاس او دروغجن تبلیغات.

لاندې آیتونه له یوې خوا د عقلي ناروغیو ډولونه ښيي او له بلې خوا بشريت درملنې ته ځیر کوي او دا جوته وي، چې قرآن کریم د پورته عقلي او اجتماعي رنځونو د درملنې لپاره را لېږل شوی دی:

«اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مُعْرِضُونَ (١) مَا يَأْتِيهِمْ مِنْ ذِكْرٍ مِنْ رَبِّهِمْ مُحْدَثٍ إِلَّا اسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُونَ (٢) لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ وَأَسَرُّوا النَّجْوَى الَّذِينَ ظَلَمُوا هَلْ هَذَا إِلَّا بشر مِثْلُكُمْ أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ(٣)».[1]

(د خلكو د حساب وخت را نژدې شوی دى، خو هغوى په غفلت كې مخ اړوونكي دي، هغو ته چې هر نوى نصيحت د رب له لوري راځي، هغه په سختۍ سره اوري او په لوبو اخته كېږي. زړونه يې (په نورو فكرونو كې) بوخت دي او ظالمان پخپلو كې پټې خبرې كوي چې (دا سړى خو ستاسې په څېر يو بشر دى، نو تاسې به ګورئ چې د كوډو په لومه كې به نښلئ).

«وَمَا يَأْتِيهِمْ مِنْ ذِكْرٍ مِنَ الرَّحْمَنِ مُحْدَثٍ إِلَّا كَانُوا عَنْهُ مُعْرِضِينَ ) فَقَدْ كَذَّبُوا فَسَيَأْتِيهِمْ أَنْبَاءُ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ(٦)».[2]

(او دې خلكو ته چې د رحمان ذات له لوري هر نوى ذکر راځي، دوى ترې مخ اړوي. اوس چې دوى د دروغو نسبت كړی دى، ډېر ژر به ورته د هغه شي حقيقت (له بېلابېلو لارو څرګند شي)، چې دوی ور پورې ملنډې وهلې).



[1]. الانبياء: ۱-۳.

[2]. الانبياء: ۵-۶.


No comments:

Post a Comment