لیکوال:محمدناصرحلیمي
آیتونه معجزې
آيت د
پېغمبرانو هغه خارق العاده چارو ته هم وايي، چې د خپلو مخالفينو د ذهني اقناع
لپاره یې دالله تعالی په امر ترسره کړې دي.
چې لاندې
آيتونه يې مثالونه دي: «فَلَمَّا جَآءَهُمْ مُوسَى بِاٰيَاتِنَا بَيِّنَاتٍ
قَالُوا مَا هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُفْتَرًى وَمَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي
اٰبَائِنَا الْأَوَّلِينَ)[1].
(بيا
چې كله موسٰى (علیه السلام) هغو خلكو ته زموږ له روښانه څرګندو نښانو سره ورغى، نو
هغوى وويل چې له بابيزه كوډونو نور څه نه دي او دا خبرې خو موږ د پلار نیكه په زمانه كې
هېڅكله نه دي اورېدلي).
«اقْتَرَبَتِ
السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ (١) وَإِنْ يَرَوْا اٰيَةً يُعْرِضُوا
وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ (٢)».[2]
(د دی
خلكو حال دا دى، چې كه هره نښانه وويني، مخ اړوي او وايي دا خو همېشنۍ كوډې دي).
هر قرآني ایت انسان له يو علمي تخصص سره په علمي لحاظ
تړي او ژمنوي هر ایت يې روغتيايي، اقتصادي، اعتقادي، سياسي، ښوونيز يا روزنيزه
قواعد، لارښوونې څيرونکې او چمتو کوونکي دي.

No comments:
Post a Comment