لیکوال:محمدناصرحلیمي
پندونه آیتونه
(قَالَ
كَذَلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَلِنَجْعَلَهُ آَيَةً لِلنَّاسِ
وَرَحْمَةً مِنَّا وَكَانَ أَمْرًا
مَقْضِيًّا ».[1]
(د دې لپاره چې دوی ته یې پند او عبرت وګرځوو، پرېښتې
وويل ’’ همداسې به كېږي ستا رب وايي چې د غسې كول ماته ډېراسانه دي او موږ به دا د دې لپاره وكړو چې هغه هلک د خلكو لپاره يوه نښانه شي او زموږ له لوري يو رحمت او دا كار سرته رسېدونكى دى).
(وَجَعَلْنَا
ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ آَيَةً وَآَوَيْنَاهُمَا إِلَى رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ
وَمَعِينٍ ».[2]
(موږ د
مریم زوی (عیسی) او مور یې د دوی لپاره د پند ذریعه وګرځوله او هغوى ته مو په يوه لوړه مېنه كې ځاى وركړ چې د ډاډينې ځاى
و او چينې پكې بهېدلې).
خو کبرجن او حق تلفه قوم يې د ژوندانه قواعد، لارښوونې
او مثالونه ګڼي
«يَسْمَعُ
اٰيَاتِ الله تُتْلَى عَلَيْهِ ثُمَّ يُصِرُّ مُسْتَكْبِرًا كَأَنْ لَمْ
يَسْمَعْهَا فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ».[3]
(چې هغه ته د الله تعالی آيتونه لوستل كېږي او
هغه يې اوري، بيا په پوره تكبر سره پرخپل كفر داسې ټينګ دي لکه هېڅ چې يې څه نه دي
اورېدلي. دغسى انسان ته د درد ناک عذاب
زېرى واور وه).
د تطبيق لپاره يې د وسائلو د موندلو پر ځای درد لپاره يې
احمقانه دلائل وايي.
«وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ اٰيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ مَا
كَانَ حُجَّتَهُمْ إِلَّا أَنْ قَالُوا ائْتُوا بِاٰبَائِنَا إِنْ كُنْتُمْ
صَادِقِينَ».[4]
(او
کله چې زموږ ښکاره او څرګند آیتونه ورته ولوستل شي، نو بې له دې ورسره بل هېڅ دلیل
نه وي، چې وايي. که تاسې رښتیني یاست، نو زموږ پلرونه همدلته او همدا اوس ژوندي
راولئ).
د فکر او عمل پر ځای قرآن پر کوړو
او منتر تورنوي:
«وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ
اٰيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ
هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ».[5]
(دوى ته
چې كله زموږ روښانه څرګند آيتونه واورول شي او حق يې مخې ته
راشي، نو دغه كافران د هغو په باب واېي چې داخو څرګندې كوډې دي).
د نني ژوند د پرمختيا لارښود يې نه ګڼي، زړی کېسې ترې
جوړوي.
«إِذَا
تُتْلَى عَلَيْهِ اٰيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ».[6]
(کله چې زموږ آیتونه پرې ولوستل شي ؛ نو وایي چې، دا د
پخوانیو خلکو
کیسې
دي).
[1]. مريم: 21 ، 22.
[2]. المؤمنون: 50 ، 51.
[3]. الجاثیه: 8.
[4]. الجاثیه: 25.
[5]. الاحقاف: ۷.
[6]. القلم: ١٥.

No comments:
Post a Comment