امر و نهې الهي آیتونه


 لیکول:محمدناصر حلیمي

 امر و نهې الهي آیتونه

انسان تل دی ته حيران وي چې څه وکړم او څه ونکړم چې زيانمن نشم پرمخ لاړ شم مادی او معنوی ګټې ترلاسه کړم.

د الهي امر پلي کول او له نواهیو څخه يې ځان ساتل د بریالیتوب، له اوامرو سر غړونه او په نواهیو ککړتیا د ناکامۍ لاملونه دي.

«تِلْكَ حُدُودُ الله فَلَا تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ الله اٰيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (١٨٧) وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ».[1]

(دا د الله تعالی پولې دي، مه ورنژدې کېږئ په همدې توګه الله تعالی پاکیزه خلکو ته خپل آیتونه بیانوي، چې ځانونه وژغوري او تاسې خپل مالونه پخپلو کې په ناروا مه خورئ او مه یې واکمنو ته وروړئ، چې پرې د خلکو د مالونو یوه برخه په ناروا وخورئ او تاسې پوهېږئ چې دا مال پردی او ناروا دی).

له دې شننې نه دا نتيجه اخلو، چې آيات د آيت جمع ده، د معجزې، نښانې، دليل، پند او عبرت او نورې ډېرې معناوې لري او په مشهوره اصطلاحي معنا کې آيت د قرآن کریم يو شمېر کلمې دي، چې په سورت کې پيل او پاى لري.



[1]. البقرة: ۱۸۸.


No comments:

Post a Comment